مدينه: هوټل کې اور لګېدو ۱۵ کسه وژلي دي

د عکس سرچینه، Reuters
په سعودي عربستان کې د مسلمانانو د سپېڅلي ښار مدينې منورې په يوه هوټل کې د اور لګېدو له امله لږترلږه ۱۵ کسه وژل شوي دي.
د سعودي پريس اژانس او عرب نيوز د راپورونو له مخې د شنبې په ورځ په شوې دغه پېښه کې ۱۳۰ کسه نور ژوبل دي.
د مالوماتو له مخې اور مازيګر مهال د برېښنا د شارتۍ له امله رامنځته شوی، خو چارواکو تر اوسه د پېښې د کره لامل په اړه څه نه دي ويلي.
هغه مهال چې اور ولګېد د اشراق په نوم هوټل کې نژدې ۷۰۰ زيارت کوونکي موجود وو.
د اطفايې کارکوونکي له دوه نيمو ساعتونو هڅو وروسته وتوانېدل چې اور کابو کړي.
د سعودي حکومتي خبري اژانس د راپور له مخې د سخت اور له امله د اغېزمن شوي هوټل ترڅنګ يو بل هوټل هم له مسافرو تش شوی دی.
د مډل ايسټ خبري اژانس راپور کاږي په سعودي کې د مصر سفير ویلي چې د وژل شويو څلور يې مصري وګړي دي.
د مصر سفير عفيفي عبدالوهاب ويلي، د مصر په قونسلګرۍ کې يوه کمېټه جوړېږي، چې په دغه پېښه کې د وژل شويو او ټپي شويو مصريانو په اړه مالومات راټول کړي.
له دې وړاندې رويترز اژانس د مصر د حکومتي تلويزيون له قوله ويلي و، چې وژل شوي ټول مصريان دي.








