زرګونه هندیان د "هدهد" توپان له وېرې کډه کېږي

د عکس سرچینه، AFP
د هند له ختیځ ساحله کابو نیم میلیون کسان د یوه توپان له وېرې له خپلو مېنو ویستل کېږي، چې ټاکل شوې نن (یکشنبه) له سمندره دغو سیمو ته راورسي.
د هند د هوا پېژندنې ادارې د "هدهد" په نامه دغه توپان ډېر سخت بللی او ویلي یې دي، چې د باد سرعت یې په یوه ساعت کې یو سل او پینځه نوي کيلومترو ته رسي.
په اندرا پردېش او اوړیسا ایالتونو کې د ژغورنې مرکزونه جوړ شوي دي.
د دغه ایالت چارواکو ویلي، شاید د نژدې ۳۰۰ زرو نورو هغو کسانو د ایستلو امر وکړي، چې د توپان له ممکنه خطر سره مخامخېدونکي دي.
لومړي وزیر نرېندر مودي تېره ورځ ناوخته په پلازمېنې ډیلي کې په دې تړاو د جوړې شوې یوې ناستې مشري وکړه او د حکومت چمتوالی یې و ارزاوه.
"د تیارسئ امر"
د دې تر څنګ امنیتي ځواکونو ته هم د مرستې په موخه د تیارسئ امر شوی دی.
د هند سمندري ځواکونو یوه چارواکي بهادر سېنګ وویل، پر دوی سربېره د ځمکنیو ځواکونو او د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره هم د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخلي.
د توپان د وېرې د پوهاوي په اړه خبرونه د تېرې جمعې په ورځ خپاره شول.
د هند یادو دوو ایالتونو ته د مرستو رسولو لړۍ پیل شوې ده.
"چارواکي پوره چمتووالی لري"
د هند د هوا پېژندنې ادارې پخپل وروستي راپور کې ویلي، د سمندر وضعیت د شمالي ساحلي اندرا پردېش ایالت په زیاترو برخو کې "استثنایي" دی.
دغې ادارې دا خبرداری هم ورکړی، چې شاید د توپان څپې تر دوو مترو پورې ورسېږي، چې ورسره د ټیټو سیمو د لاندې کېدو وېره شته.
د مرستو د لړۍ لپاره ګومارل شوي هندي چارواکي پرادیپ کومار موهاپاترا ویلي، چارواکي د توپان پر وړاندې هر راز چمتووالی لري:
"چارواکي پوره چمتووالی لري، لوړپوړو چارواکو د اړتیا پروخت د هر راز ګام اخیستو امر کړی، په تېره بیا په هغو سیمو کې چې د خطر له وېرې او د اوبو د لاندې کېدو له خطر سره مخامخېدونکې دي".
د تېرې شنبې پر ماسپښین توپان د هند جنوب ختیځ کې ۳۳۰ کیلومتره مخکې ولاړ.
په ۱۹۹۹ کال کې د هند اوریسا کې یوه ورته لوی توپان تر لسو زرو ډېر کسان ووژل.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه،
په تېر اکتوبر کې د هند نژدې ۵۰۰ زرو کورونو پرېښودو امر وروسته تر هغه وشو، چې د "فایلین" په نامه د توپان څپې پر اوریسا او اندرا پردېش ولایتونو ورغلې.
معمولاً د هند په ختيځو سمندرغاړو سیمو او بنګله دېش کې د اپریل او نومبر میاشتو ترمنځ توپاني څپې پیدا کېږي، چې مالي او ځاني زیانونه اړوي.








