د فلپین توپان ۱۳ میلیون خلک اغېزمن کړي
ملګري ملتونه د یوه اټکل له مخې مني چې فلپین کې د بحري توپان هایان له کبله د پنځه میلیونه ماشومانو په ګډون له ۱۳ میلیونو ډېر کسان اغېزمن شوي دي.
ملګري ملتونه وايي فلپین کې حالت یوې غمیزې ته ورته دی او د اوښتي زیان کچې هر چا ته ټکان ورکړی.
د م م په مسوولینو په وینا تر نیم میلیون ډېر وګړي بې کوره دي او تر شنه اسمان لاندې اوسي، چې سرپنا، خوړو او درملو ته سخت اړ دي.
دوی وايي نړیوالې مرستې د فلپین حکومت له هغو سره یو ځای کېږي، چې د دوی په وینا په خورا سختو شرایطو کې پر مخ ځي:
''اوس ویل کېږي، چې د توپان له کبله له درې زرو ډېر کسان وژل شوي دي. ملګري ملتونه وايي کره شمېرې ښايي تر دې ډېرې وي''.




