اوکراین ته د روسي سرتېرو د ننوتو په اړه فشارونه

د عکس سرچینه، n
د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين نه د هغو راپورونو په تړاو توضيحات غوښتي چې ګواکې روسي ځواکونه د اوکراين په سويل ختيځ بريد کړی.
اوکراين وايي روسيې ځواکونه له پولو ور اووښتي او په ختيځ کې د اوکرايني بېلتونپالو د بريدونو ملاتړ کوي.
روسيې بيا بيا له ياغيانو سره د وسلو او پټ ملاتړ خبره رد کړې ده.
په واشنګټن کې د بي بي سي خبريال وايي داسې بد ګوماني شته چې ګواکې روسيه غواړي د اوکرايني ځواکونو د پرمختګ ډب کولو لپاره د دونېڅک او لوهانڅک په ښارونو کې يوه نوې جبهه پرانېزي.
په دغو دوو ښارونو کې اوکرايني ځواکونو د روس پلوو جدايي غوښتونکو پر وړاندې لوی پرمختګونه کړې دي.
خو په دونېڅک کې د بېلتونپالو يوه مشر ډېنېس پوشيلين يوه خبري کنفرانس ته ويلي چې روسيه په اوسنيو بريدونو کې ښکېله نه ده.
دی وايي: ''که روسيه په جګړه کې ښکېله شي نو د دې ضد به لا له وړاندې په کيف کې وي. د اوس لپاره موږ هر څه له بهرنۍ مرستې پرته کوو''.
ده زياته کړه چې د بېلتونپالو ځواکونه نوي داوطلبان جلبوي، چې ځينې يې ان د سايبريا دي.
د چارشنبې پر ورځ د اوکراين د نووزووسک بندر ښاروال وويل د ياغيانو ټانکونه او زغروال ګاډي دغه ښارګوټې ته ورننوتي دي.
بېلتونپالي له تېرو څو اوونيو راهيسې هڅې کوي د دونېڅک نورو شمالي سيمو ته ننوځي.
شنونکي وايي بېلتون غوښتونکي دغه راز د روسيې او کريميا ترمنځ سيمه هم پام لري او دا کولای شي دوی ته پر ازوف بحيرې د بشپړ کنټرول ترلاسه کولو فرصت ورکړي.
روسيې د تورې بحيرې د اوکراين د کريميا ټاپو په مارچ مياشت کې له ځان سره ونښلاوه.

د عکس سرچینه، AP
د نويو جګړو راپورونه وروسته له هغه ورکول کېږي، چې د اوکراين ولسمشر پيترو پوروشېنکو په ختيځ کې د سولې د لار نقشې جوړېدو په اړه ژمنه وکړه.
ښاغلي پوروشېنکو دغه څرګندونې په جون کې د کړکېچ له راټوکېدو وروسته له ولسمشر پوتين سره له مخامخ خبرو وروسته وکړې.
د اغلې مېرکل يوه وياند ويلي په ټيليفوني خبرو کې اغلې مېرکل ولسمشر پوتين ته ويلي، د اوکراين په خاوره کې د روسيې پوځي تېري راپورونه ښکاره دي.
سټېفېن سېبرېټ وايي: ''مېرمن مېرکل ويلي د اوکراين په خاوره کې د روسي ځواکونو د شتون په اړه بايد توضيحات ورکړای شي''.
دی وايي: ''دې [اغلې مېرکل] ټينګار کړی چې روسيه د تاوتريخوالي د کمولو او پر خپلو سرحدونو د پام ستر مسووليت لري''.
کرملين دغه ټيليفوني خبرې تاييد کړي، خو په اړه يې جزييات نه دي ورکړي.








