د روسیې د مرستو کتار اوکراین ته ننوتی

د عکس سرچینه، AFP
د اوکراین ولسمشر پېټرو پورشېنکو پر روسیې وروسته له هغې "له نړیوالو قوانینو د ښکاره سرغړاوي" تور لګولی چې د روسيې بشري مرستندویه لارۍ بې له اجازې د اوکراین خاورې ته ننوتې.
نوموړي ویلي چې د روسیې تر ۱۰۰ زیاتې لارې د جمعې پر ورځ له ګمرکي جواز یا سره صلیب بدرګې پرته اوکراین ننوتې دي.
دغه مرستې د ختیځ اوکراین د جګړې ډګر په ځانګړې ډول لوهانسک ښار چې یاغیانو نېولی، کې ولسي وګړو ته لېږل شوې دي.
روسیې پر اوکراین د نامناسب خنډ جوړولو تور پورې کړ او کتار یې اوکراین ته دننه کړ.
د اوکراین د امنیت مشر وېلېنټېڼ نلېوېچېنکو ویلي چې دا "مخامخ یرغل دی" خو دوی به د کتار پر وړانډې له ځواکه کار وا نخلي.
راپورونه وايي چې یاغیان د لاریو ملتیا کوي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د سره صلیب نړیواله کمېټه (آی سي آر سي) ویلي چې دوی په هیڅ ډول د کتار برخه نه و.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اوکراین ته خبرداری ورکړی چې د کتار پر وړاندې دې هیڅ راز ګام پورته نه کړي خو د خپل ګواښ پایلې یې نه دي په ګوته کړي.
تر دې وړاندې، د اوکراین چارواکو په ختیځ کې د روسیې له خوا د بشري مرستو د منلو پخاطر ځینې شرطونه وړاندې کړې وو.
د امنیت د شورا ویاند اندري لیسینکو ویلي وو چې د روسیې مرستې باید پر پوله د اوکراین حکومت تر کنترول لاندې له یوې پوستې تېره شي او د سره صلیب چارواکي یې باید ملتیا وکړي.
لوېدیځ کې داسې اندېښنې شته چې ګواکې روسیه غواړي پر ختیځ اوکراین د بشري مرستو په پلمه یرغل وکړي.
اوکراین د روسي پلوو یاغیانو سره په دونسیک او لوهانسک سیمو کې د جګړې لپاره خپل پوځیان لېږلي دي.
په دغه جګړه کې تر اوسه ۱۵۰۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور خلک بې ځایه شوي دي.








