روسیې له لوېدیځه د خوړو پر وارداتو بندیز لګولی

د اوکراین پر سر د بندیزونو په ځواب کې روسیې د اروپايي اتحادیې، امریکا او ځینو نورو لوېدیځو هېوادونو د خوراکي توکو پر واردلو بشپړ بندیز لګولی دی.
د روسیې لومړي وزیر ډېمتري میدیدوف ویلي چې په دې بندیز کې میوه، سبزیجات، غوښه، ماهي، شېدې او نور د لبنیاتو واردات شامل دي.
دغو بندیزونو پر استرالیا، کاناډا او ناروی هم اغېز کړی دی.
ښاغلي میدیدوف حکومت ته پخپله تلویزیوني وېنا کې وویل چې روسیې پر خپله خاوره کې د اوکراین پر ترانزیتي الوتنو هم بندیز لګولی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د روسیې حکومت د اوکراین پر سر د بندیزونو په ځواب کې دې هېواد ته د اروپايي اتحادیې او امریکا پر ترانزیتي الوتنو د بندیز لګولو په اړه هم غور کوي.
دغه بندیزونه به اسیايي هېوادونو ته د الوتنو په بیو کې د پام وړ زیاتوالی راولي.
تېر کال اروپايي اتحاديې د ۱۵.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت او امریکا د ۱.۳ میلیارد ډالرو په ارزښت خوراکي توکي روسیې ته صادر کړي وو.
روسیه د نړۍ په کچه تر امریکا وروسته د اروپایي اتحادیې د خوراکي توکو دوهم ستر واردونکی و.
له اروپايي اتحادیې د امریکا د خوراکي توکو واردات ۱۳ سلنه او د روسیې واردات ۱۰ سلنه دي.
اروپايي کمیسون ویلي چې د روسیې بندیزونه (په څرګند ډول سیاسي انګیزه) لري.
دوی د دغو بندیزونو په اړه د خپل غبرګون په باب غور کوي.
لوېدیځ هېوادونه پر روسیې تور لګوي چې دوی د اوکراین په ختیځو سیمو کې د وسلوالو یاغیانو ملاتړ کوي.
تېره میاشت اروپايي اتحاديې او امریکا پر روسیې خپل بندیزونه پراخ کړل.
پر روسیې لومړني بندیزونه هغه وخت ولګول شول چې دوی کریمیا د خپلې خاورې سره یوځای کړه.
د اروپايي اتحادیې وروستیو بندیزونو د پوتین نږدې ملګري لکه میلیاردر ارکادی روټنبرګ، په نښه کړي.
د دې تر څنګ د اروپايي اتحادیې په بندیزونو کې د روسیې د تیلو صادرات او دفاعي تکنالوژۍ هم شاملې دي.
دغو بندیزونو د روسیې حکومتي بانکونو ته د لوېدیځ پانګوالو لاسرسی هم اغېزمن کړی دی.
تېره میاشت د مالیزیا د اېم اېچ ۱۷ الوتکې راغورځېدو چې په کې ۲۹۸ کسان وژل شوي وو د روسیې او لوېدیځو هېوادو اړیکې نورې هم ترینګلې کړې.
د دغې پېښې پړه د اوکراین په ختیځ کې پر روسي پلوه بیلتون غوښتونکو اچول شوې.
داسې ګومان کېږي چې دغه الوتکه د روسیې د راکټي سیستم پر مټ راغورځول شوې ده.








