پر روسیې د نوي بندیزونو تابیا نیول شوې

اروپايي اتحادیه د اوکراین کړکېچ له امله پر روسیې د مالي، انرژي او دفاعي سکتورونو په برخو کې د نویو بندیزونو لګولو تابیا نیسي.
اروپايي اتحاديې د روسیې پر لوړ پوړو کسانو او ادارو د اوکراین په کړکېچ کې د هغوي د ادعا شوي رول له امله لا له وړاندې یو لړ بندیزونه لګولي دي.
د ایم ایچ ۱۷ الوتکې له راغورځیدو وروسته پر اروپايي اتحادیې باندې د روسیې پر وړاندې د لا جدي اقدام فشارونه زیات شوي دي.
یوه نړیواله ډله یو ځلې بیا و نه توانېده چې د اوکراین ختیځ کې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ د درنې جګړې له کبله د پېښې سیمې ته لاړه شي.
دا دریم ځل دې چې د هالنډ او استرالیا پولیس په سیمه کې د جګړې له امله د پېښې ځای ته نه شي تللی.
د مالیزیا د ایم ایچ ۱۷ الوتکې ۲۹۸ سپرلیو ډیری یې هالنډیان او استرالیایان وو.
د هالڼد صدراعظم مارک روټ له اوکرایني ولسمشر پيټرو پورشينکو نه غوښتنه وکړه چې د پېښې سیمې کې دې جګړه ودروي.
د اوکراین ځواکونه د ډونیسک په سیمه کې د روسي پلوو بیلتون غوښتونکو سره په جګړه کې ښکېل دي.
اوکراین وايي چې د دوي ځواکونه د ډونیسک د شخټرسک او توریز ښارونو او لوتوهین او لوهانسک سیمو ته ننوتي دي.
تیره ورځ په جګړه کې لس اوکرایني سرتیري او لږ تر لږه ۲۲ ملکي کسان ووژل شول.
د بي بي سي ګاوین هیویت شننه
د بي بي سي شنونکی ګاوین هیویت په دې اند دې چې د روسیې پر وړاندې د اروپايي اتحادیې وروستي اقدام دوه لاملونه لري:
د الوتکې د پېښې په سیمه کې د پلټونکو د مخې نیول کیدو له کبله د خلکو غوصه او دا چې روسیه له پېښې وروسته هم اوکراین کې بیلتون غوښتونکو ته درنې وسلې لېږي.
دا لا مالومه نه ده چې د روسیې غبرګون به څنګه وي خو پر روسیه بندیزونه لګول به د اروپايي اتحادیې پر اقتصاد هم ناوړه اغیز وکړي.
بل خوا روسیه دا نه مني چې دوي د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي یا دا چې د مالیزیا الوتکه دوي را غورځولې ده.
روسیه د مالیزیا د الوتکې راغورځېدو مسول د اوکراین حکومتي ځواکونه ګڼي.








