د مالیزیایۍ الوتکې مړي وایستل شول

د عکس سرچینه، AP
هغه اورګاډی چې د MH17، مالیزیایۍ الوتکې د قربانیانو جسدونه پکې دي د حکومت مخالفینو د ک نترول له سیمو وتلی او د خارکییف ښار ته رسېدلی دی.
دا الوتکه تېره پنجشنبه د روسي پلوو یاغیانو په تر ولکې لاندې سیمه کې ولوېده چې ۲۹۸ کسان پکې ووژل شول.
په عین مهال کې نړیوال څارونکي وایي، د الوتکې ځینې برخې د هغه څه په پرتله چې دوی لومړی ځل لیدلې وې، ټوټې شوې او بدلې شوې دي.
لوېدیځ هېوادونه وایي، زیاتېدونکي شواهد شته چې د الوتکه روسي پلوو یاغیانو په هغه توغندي ویشتلې وي چې روسيه یې جوړوي او دوی ته یې ورکوي.
د هالند لومړي وزیر مارک روتي وایي د وژل شوو جسدونه او پاتې شوني به د چارشنبې په ورځ د ایندهوین ښار ته رسېږي.
د بوینګ د ۷۷۷ الوتکې زیاتره مساپر هالنډیان وو.
هالنډي لومړي وزیر زیاته کړه جسدونه به وروسته د هېلوېرسن ښار ته لېږدول کېږي او پېژندل کېږي به، چې دا به میاشتې وخت ونیسي.
هغه هېوادونه چې اتباع یې په الوتکه کې وو، دا اندېښنه لري چې سیمه د پلټونکو لپاره نه وه تړل شوې او ښایي د شواهدو مهمه برخه له منځه وړل شوې وي.
په اروپا کې د امنیت اوهمکارۍ د سازمان یو کار کوونکی مایکل بوسېرکیف وايي د الوتکې ځینې برخې وړې شوې او په ټوټو اوښتې دي. د هغه په وینا دا ټوټې اوس بېلې برېښي.
تېر ماښام(جولای ۲۱مه) اوکرایین حکومت مخالفو د الوتکې تور بکسونه مالیزیایي چارواکو ته وسپارل.
دا چاره تر هغه وروسته ممکنه شوه چې د مالیزیا د لومړي وزیر نجیب رزاق او یاغیانو ترمنځ خبرې اترې وشوې.
پلټونکي هیلمن دي چې دوه تور بکسونه به چې ویل کېږي په ښه حالت کې دي، دوی ته د پېښې د څرنګوالي په اړه مهم معلومات ورکړي.
یو بکس په الوتکه کې د انجن او وسایلو ټول تخنیکي غږونه او بل یې د پیلوټ او سپرلیو غږونه ثبتوي.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې غونډه کوي چې پر روسیې د نورو بندیزونو پر لګولو بحث وکړي.
د دوی په ګومان روسیه حکومت مخالفینو ته وسلې ورکوي خو روسیه یې نه مني.

د عکس سرچینه، Reuters
نوي بندیزونه به نور روسي کسان په نښه کړي خو اروپایي ټولنه هوډ لري چې د روسيې اقتصاد پوره برخې په نښه کړي.
اروپایي ټولنې او د امریکا متحدو ایالتونو تر هغه وروسته پر روسیې بندیزونه ولګول چې روسیې د اوکرایین د کریمیا سیمه ونیوله او هغه یې له خپلې خاورې سره ګډه کړه.
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د هېواد امنیتي شورا غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، دوی به هڅه وکړي چې پر اوکرایین مخالفینو له خپل اغېزه کار واخلي.
په عین مهال کې نومړي له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې پر اوکراییني حکومت فشار راوړي چې شخړه پای ته ورسوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرون شنبه( د جولای ۲۱مه) د مالیزیایۍ الوتکې د غورځونې په اړه د هر اړخېزې پلټنې غوښتنه وکړه.
د دنېڅک او لوهانسک سیمو کې د بریدونو او پوځي عملیاتو رپوټونه ورکړل شوي دي.
د اوکرایین د حکومت په وینا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دوی ۱۳ سرتېري وژل شوي دي.
په ختیځ اوکرایین کې نښتې په اپرېل کې پیل شوې او ویل کېږي چې تر اوسه یې د ۱۰۰۰ کسانو ژوند اخیستی دی.








