کېري: د الوتکې لويدو کې د روسيې د ښکېلتيا په اړه ''شواهد'' شته

د عکس سرچینه، AP
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري وايي د ماليزيايۍ الوتکې د لوېدو په پېښه کې د روسيې د لاس لرلو په اړه کافي شواهد شته دي.
ښاغلي کېري له روسيې غوښتي چې د اوکراين په ختيځ کې د بيلتونپالو د دغه کار مسووليت پر غاړه واخلي.
خو روسيې دا ډول تورونه لا له وړاندې رد کړي دي.
جان کيري وايي متحد ايالتونو تېره مياشت د ټانکونو او د اوږې سر توغنديو په ګډون له روسيې اوکراين ته د پوځي توکو د لېږد لوی کتارونه ليدلي دي.
ده پر روسيې د نورو بنديزونو خبرداری هم ورکړ او پر اروپايي ملګرو يې غږ وکړ چې د ولسمشر ولادمير پوتين پر وړاندې بيدار اوسي.
په الوتکه کې ټول ۲۹۸ سپاره کسان وژل شوي او راپورونه وايي دغه ماليزيايۍ الوتکه په توغندي لګېدلې ده.
روسيه د بيلتونپالو په پارولو تورنه ده او داسې انګېرل کېږي چې دوی ته د الوتکو ضد توغندي ورکړای شوي، چې د ادعا له مخې د ماليزیايۍ الوتکې په غورځېدو کې هم له همدا ډول توغنديو کار اخيستل شوی دی.
تر دې وړاندې د الوتکې په پېښه کې د وژل شويو ۱۹۶ کسانو جسدونه د اورګاډي په يخچال لرونکو ډبو کې ايښودل شوي دي.
د استراليا د بهرنيو چارو وزيرې جولي بيشاپ د روسيې پر جدايي غوښتونکو غږ کړی، چې جسدونه له اوکرايني چارواکو سره جګړه کړې د يرغمل په توګه و نه کاروي.

د عکس سرچینه، Reuters
دا وايي: ''د پېښې په ځای کې ۲۹۸ جسدونه دي. د دوی کورنۍ او د دوی خواخوږي غواړي چې دوی خپلو کورونو ته وسپارل شي''.
بي بي سي شواهد
بل خوا بي بي سي هغه تصویرونه ښوولي، چې ختیځ اوکراین کې روسي پلوه یاغیانو د ماليزيايۍ الوتکې له غورځېدو سملاسي وروسته اخیستي وو.
په تصویرونو کې ځايي بيلتونپالي لیدل کېږي، چې د الوتکې پاتې شوني ګوري او د وژل شویو کسانو اړوند شیان لټوي.
دغه مهال داسې غږونه هم اورېدل کېږي چې وايي دا بهرنیان دی، دوی ته چا اجازه ورکړې وه، چې د دغې سيمې پر سر دې الوتنه وکړي.
یو شمېر یاغیان بیا په داسې حال کې لیدل کېږي، چې د الوتکې توره ډبه ( بلک باکس ) او د الوتنې ریکارډ موندلو هڅه کوي.
يو شمېر نور بیا لیدل کېږي، چې هڅه کوی هر څومره چې کولای شي د کمپیوټرونو میموري کارتونه ټول کړي.








