پوتین: اوکراین د مالیزیايي الوتکې د لوېدو مسؤول دی

په داسې حال چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مالیزیايۍ الوتکې د لوېدو په اړه بېړنۍ ناسته لري، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغې الوتکې د لوېدو پړه د کییف پر چارواکو اچولې ده.
د رپوټونو له مخې یوه مالېزیايۍ سپرلۍ وړونکې الوتکه چې ۲۹۵ سپرلۍ په کې وې د اوکراین د دنېڅک په سیمه کې لوېدلې ده.
د بوینګ ۷۷۷ دغه الوتکه له هالنډه د مالیزیا پلازمېنې کولالمپور ته روانه وه.
ځینې ادعاوې شته چې ګواکې دغه الوتکه په توغندي ويشتل شوې ده.
د اوکراین ولسشمر پېترو پاراشېنکو وایي الوتکه د ترهګرۍ د عمل له امله را غورځول شوې ده. د ده موخه اوکراین حکومت مخالفین دي چې روسیه یې ملاتړي.
خو د مخالفینو مشر ویلي چې د اوکراین پوځي ځواکونو هغه راغورځولې ده.
د هالنډ پلازمېنه امسترډام کې د سخيپول هوايي ډګر کارکوونکي د الوتنې او الوتکې د جزییاتو پلټنه کوي.
د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رزاق پر پېښه خواشیني ښوولې او د بېړنۍ پلټنې غوښتنه یې کړې ده.
ولسمشرانو اوباما او پوتین هم په ټېلېفون کې له یوبل سره په دې اړه خبرې کړې دي. ولسمشر اوباما ژمنه کړې چې د پېښې لامل مالومولو لپاره به ډېر څه وکړي.
ځينې نا تایید شوي رپوټونه وايي چې څه د پاسه شل امریکایي وګړي په الوتکه کې وو.
د مالېزیا هوايي شرکت پخپل ټوېټر کې لیکلي چې د اېم اېچ ۱۷ الوتکې سره یې د اوکراین د پاسه اړیکې پرې شوې.
د اوکراین کورنیو چارو وزارت وایي په پېښه کې ۲۸۰ مساپر او د الوتکې ۱۵ کسیزه عمله وژل شوي دي.
دا لا نه ده مالومه چې الوتکه ویشتل شوې که د تخنیکي ستونزو له امله غورځېدلې ده.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
د اسوشتېډ پرېس خبري اژانس د اوکراین د کورنیو چارو وزرات سلاکار انتون هېراشېنکو له خولې لیکلي چې الوتکه د ۱۰،۰۰۰ مترو په لوړوالي په توغندي ویشتل شوې ده.
خو د دغو څرګندونو ناپيلی پخلی نه دی شوی. د مالیزیا بوینګ ۷۷۷ الوتکه د دنېڅک په سیمه کې لوېدلې ده.
دا هغه سیمه ده چې د روسیې او اوکراین تر منځ شخړه پکې روانه ده او بیګا (چارشنبه، د جولای ۱۶مه) یوه اوکراینۍ جنګي الوتکه هم ویشتل شوې وه.

د عکس سرچینه، BBC World Service
په تېرو څوو اونیو کې دلته څو اوکراینۍ الوتکې ویشتل شوې او غورځول شوې دي.
اوکراین وایي شونې ده دا الوتکه هم په روسۍ وسلې ویشتل شوې وي.
یوې سرچینې رویتر خبري اژانس ته ویلي چې الوتکه په دې بریالۍ نه شوه چې د روسیې خاورې ته ورننوځي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، BBC World Service
د رویټرز یوه خبریال ویلي په خپلو سترګو یې جسدونه او د الوتکې ټوټې د سوځېدو په حال کې لېدلې دي.
د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت وایي د الوتکې د لوېدو له پيښې خبر دی او په بېړه په دې اخته دي چې مالومه کړي، دا پېښه څنګه رامنځ ته شوه؟
سږکال دویم ځل دی چې مالیزیایۍ الوتکه غورځي. په تېر مارچ کې بیجنګ ته پر لاره د مالیزیا بوینګ MH370 له رادارو ورکه شوه او لا هم ترۍ تم ده.








