'د بې درکه شوې الوتکې لټون نوي پړاو ته رسېدلی'

د عکس سرچینه، AFP
د استرالیا لومړی وزیر ټوني اېبټ وايي، د مالیزیا د هغې الوتکې لټون، چې ۲۲ ورځې بې درکه شوې وه، اوس نوي پړاو ته رسېدلی.
د ښاغلي اېبټ په خبره، دا اوس ناښونې برېښې، چې د هند بحر پر سطح به د بې درکه الوتکې پاتې شونې وموندل شي، بلکې وايي تر اوبو لاندې به د لټون کچه پراخه کړله شي.
یو اوبتل به تر اوبو لاندې لټون جاري وساتي، خو تجارتي قرارداد به هغو متخصصینو سره وشي، چې د غږیز لټون مشخصې الې لري.
نژدې درې اونۍ مخکې یوه برتانوۍ بېړۍ چې د کشفولو په عصري وسایلو سمنباله وه، د هند په سمندر کې هغه ځای ته ورسېده، چې یوې چینايي عصري بېړۍ د ورکې شوې الوتکې لټه کوله.
په همدغه ځای کې دوه ځلې د الوتکې د تورې صندوقچې سګنالونه کشف شول.
د لټون د استرالیايي ډلې مشر انګوس هوسټن ویلي و، چینايي بیړې د شنبې په ورځ په څو ساعتونو کې په دویم ځل د ۹۰ ثانیو لپاره یو سګنال کشف کړ.
د نوموړي په وینا، دویم سګنال له لومړي نه دوه کیلو متره لري کشف شو.
خو تراوسه دا تاييد شوې نه ده چې کشف شوي سګنالونه دې د ورکې شوې الوتکې د تورې صندوقچې وي.
دغه لټون ښايي میاشتې وخت ونیسي.
۲۳۹ کسان دغه الوتکه کې د بې درکه کېدو پرمهال ناست وو.








