د ماليزيايي الوتکې نور سېګنالونه موندل شوي

استراليايي چارواکي وايي ډېر نور سېګنالونه يې موندلې چې ګومان کېږي د ماليزيا د هوايي شرکت د ورکې شوې الوتکې د معلوماتي ډبې به وي.
د دغې الوتکې د موندلو د همغږۍ مشر وايي دا دريم ځل ددی، چې د الوتکې سېګنالونه ترلاسه کېږي او ګومان دا دی چې د ورکې شوې الوتکې به وي.
تر دې وړاندې د سې شبنې پر ورځ له ماسپښين وروسته دغه سېګنالونه ترلاسه شوي وو.
د ده په وينا د الوتکې د کره ځای ځايګي په اړه يې هڅې دوام لري او يو اوبتل به د هند سمندر تل ته واستوي چې د الوتکې په پاتې شونو پسې وګرځي.
دی وايي: ''موږ په هغه يوه سيمه کې چې موږ ته سمه ښکاري په الوتکه پسې ګرځو. خو مخکې له دې چې تاييد يې کړم دلته دې الوتکه پرته وي، بايد د الوتکې پاتې شونې ووينو''.
د ماليزيا د هوايي شرکت ۳۷۰ الوتکه له ۲۳۹ سپرليو سره يوه مياشت وړاندې د مارچ پر څلورمه له کوالالامپور نه د بېجنګ پر لار ورکه شوه.
د دغې الوتکې ډېری سپرلۍ چينايان وو.
په الوتکه پسې د شاوخوا لسو هېوادونو لسګونه بېړۍ او څرخي الوتکې ګرځي، خو لا يې هم څرک نه دی لېګدلی.
کابو لس ورځې وړاندې د دغې الوتکې د چينايي سپرليو خپل خپلوان د ماليزيا پر حکومت د فشار اچولو او د لټون هڅو چابکولو لپاره ماليزيا ته ولاړل.
که څه هم تر دې وړاندې سپوږمکيو دوه ځله په سمندر کې د داسې ټوټو تصويرونه وموندل چې فکر يې کېده د ورکې شوې ماليزيايي الوتکې به وي، خو تر پلټنو وروسته ناسم وختل.








