اظهرالدين:د مالېزيايي الوتکې ورکېدل معما ده

د عکس سرچینه، .
د ماليزيا د ملکي هوايي چلند مشر ويلي د ماليزيا د هوايي چلند د ورکې شوې الوتکې برخليک اوس په يوه ''راز'' بدل شوی دی.
اظهر الدين عبدالرحمن وويل چې چارواکي د الوتکې د لادرکه کېدو په تړاو د يوې قضيې په توګه د هغې يرغمل کېدل نه ردوي.
ده وویل ټول هغه راپورونه چې د ويتنام په سويل کې په بحيره کې د الوتکې د ټوټو د ليدلو په اړه ورکړای شوي، نه دي تاييد شوي.
د مالېزيا د هوايي شرکت الوتکه چې له کوالالمپور نه بېجنګ ته روانه وه او ۲۳۹ کسان په کې سپاره وو، درې ورځې وړاندې د رادار له څپو ورکه شوه.
د ورکو شويو کسانو خپلو خپلوانو ته ویل شوي، چې د بد خبر اورېدو ته چمتووالی ونيسي.
هره ثانيه پلټنه
ښاغلي عبدالرحمن، چې د ملي هوايي چلند د څانګې مشري کوي په کولالمپور کې خبريالانو ته ویلي: ''متاسفانه موږ تر اوسه هېڅ شی، چې له الوتکو ښکاره شوي، نه دي موندلي. څه د الوتکې موندل''.
ده زياته کړه چې د الوتکې د موندلو لپاره به خپلې هڅې چابکې کړي، او تر هغه به دوام ورکړي، چې الوتکه نه وي موندل شوي.
اظهر الدين وايي: ''موږ هر ساعت، هره ثانيه د سمندر په هره سيمه کې پلټنه کوو''.
اوس د وېتنام او ماليزيا ترمنځ اوبو کې د ورکې شوې الوتکې د موندلو په موخه د ۹ هېوادونو ۳۴ الوتکې او ۴۰ کښتۍ په پلټنو بوختې دي.
د يکشنبې په ورځ ناوخته ويتنامي ادارو وويل، چې د جنوبي وېتنام په اوبو کې يې دوه شيان ليدلي، چې ښايي د يوې دروازې په ګډون د الوتکې ټوټې وي.
د وېتنام سمندري الوتکو د شنبې په ورځ په همدغه سيمه کې د تېلو ليکې هم لېدلې وې، چې ښايي د همدې الوتکې به وي، خو تر اوسه دغه راپورنه تاييد شوي نه دي.








