مالیزیايي مساپر وړونکې الوتکه ورکه شوې

الوتکه کې نژدې ۲۳۰ مساپر سپاره وو.

د عکس سرچینه، ap

د عکس تشریح، الوتکه کې نژدې ۲۳۰ مساپر سپاره وو.

د مالیزیا هوايي چلند ویلي، چې له یوې الوتکې سره یې اړیکه پرې شوې ده، چې ۲۳۹ کسان په کې سپاره وو.

الوتکې له کولالامپور څخه الوتنه کړې او دوه ساعته وروسته تري تم شوې ده.

دغه الوتکه بیجینګ ته روانه وه.

د شنبې پر ورځ د مالیزیا د هوايي چلند اجرایوي مشر احمد جوهري یحیی خبریالانو ته وویل، د هوايي چلند شرکت هڅه کوي، چې د الوتکې په اړه معلومات ومومي، رپوټونه وايي چې الوتکه د چین په جنوبي ننمېنګ هوايي ډګر کې کوزه شوې ده.

دی وايي، چې شرکت یې "په ژوره توګه خواشینی" دی.

'د ویتنام حریم کې ورکه'

نوموړی وايي چې په مساپرو کې د ۱۴ هېوادونو وګړي دي.

په ورکو شویو مساپرو کې ۱۵۲ یې چینایان، ۳۸ مالیزیایان، ۱۲ اندونیزیایان او اوه استرالیایان دي.

ښاغلي یحیی وویل، د الوتکې پیلوټ ۵۳ کلن کپتان زهاري احمد شاه و، چې په ۱۹۸۱ کال کې یې د مالیزیا هوايي چلند کې کار پیل کړی.

د چین خبري اژانس شینخوا ویلي، چې الوتکه د ویتنام په هوايي حریم کې تري تم شوې ده.

چین وايي، چې الوتکه هغې سیمې ته نه ده ننوتې، چې د چین تر کنټرول لاندې ده او نه یې هم له چینايي کنټرولوونکو سره اړیکه نیولې ده.

د چین هوايي ډګر په ترمینال کې د بي بي سي جان سډورت وايي، پر هوايي ډګر د الوتنو مهالوېش کې دغه الوتکه تر خپل ټاکل شوي وخت ډېره وروسته شوې ده.

د مالیزیا د هوايي چلند مرستیال مشر فواد شروجي سي این این خبري اژانس ته ویلي، چې الوتکې په ۳۴،۰۰۰ فوټه ارتفاع (۱۰۷۰۰ مترو) کې الوتنه کوله او پیلوټ هم د کومې ستونزې خبر نه دی ورکړی.

دغه بوینګ مساپر وړوکې بي ۷۷۷ ډوله الوتکې د ۲۲۷ او ۲۰۰ ترمنځ مساپر لېږدول، چې دوه په کې ماشومان دي.

د الوتکې عمله کې ۱۲ کسان هم دي.

د مالیزیا هوايي چلند ویلي، له الوتکې سره یې اړیکه پر ځايي وخت ۲: ۴۰ دقیقې غوڅه شوه.

بیجینګ

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د بیجینګ نړیوال هوايي ډګر کې د الوتکې د ورکو شویو مساپرو خپلوان په اندېښنه کې دي.
د مالیزیا هوايي چلند ملکي کورنۍ الوتنې کوي، چې په اسیا کې تر ټولو لوی هوايي شرکت دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د مالیزیا هوايي چلند ملکي کورنۍ الوتنې کوي، چې په اسیا کې تر ټولو لوی هوايي شرکت دی.
د مساپرو خپلوان د کولالامپور پر هوايي ډګر د خپلوانو په اړه معلوماتو ته انتظار باسي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د مساپرو خپلوان د کولالامپور پر هوايي ډګر د خپلوانو په اړه معلوماتو ته انتظار باسي