د جاپان لوی هوايي شرکت د ۷۸۷ بوینګ الوتنې بیا پیل کړې

جاپانۍ ال نیپون هوايي شرکت د ۷۸۷ بوینګ ډریملانر الوتکې الوتنې بیا پیل کړې.
د ۷۸۷ مساپر وړونکو ډریملانر الوتکو الوتنې د خوندیتوب په اړه یې د انديښنو له امله ځنډول شوې وې.
له دغه ځنډ وروسته لومړنۍ الوتکه د یکشنبې په ماښام (د مئ ۲۶مه) د توکیو په هوایې ډګر کې کیناسته.
دا الوتکه د جاپان له شمالي برخې نه پلازمېنه توکیو ته راغله.
تر دې مخکې نورو هوايي شرکتونو هم د ډریملانر الوتنې پیل کړې وې خو د ال نیپون هوايي شرکت تر ټولو ډېرې ۷۸۷ بوینګ ډوله الوتکې لري.
د جنورۍ په میاشت کې وروسته له هغه د ۷۸۷ بوینګ مساپر وړونکو الوتکو الوتنې وځنډول شوې چې بېټرۍ یې له حده ډېره ګرمېده.
له هغه وروسته د دغو الوتکو بېټرۍ بدلې شوې او اوس د امریکا د هوايي چلند له خوا د الوتنو اجازه ورکړل شوې ده.
مخکې له هغه چې د جون د میاشتې په لومړۍ نیټه دغه الوتکې د مساپر په لېږدولو پیل وکړي د ال نیپون هوايي شرکت له خوا یې پنځه ازمایښتې الوتنې پلان شوي چې لومړنۍ هغه یې نن (د مئ ۲۶مه) ترسره شوه.








