د آریانا افغان بوینګ ۷۲۷ الوتکې د لوېدو ۴۵ کالیزه

آريانا افغان هوايي شرکت
د عکس تشریح، هغه مهال د آريانا شرکت له امريکن ايرلاين سره په گډه چلېده او خدمات يې تر نن خورا ښه و.

د جنورۍ پنځمه د آريانا افغان هوايي شرکت د بوينگ ٧٢٧ الوتکې د لوېدو له پنځه څلوېښتمې کاليزې سره برابره ده.

د ١٩٦٩ کال د جنورۍ پنځمه هم د نن په څېر د يکشنبې ورځ وه.

د آريانا شرکت الوتکه چې ٦٢ تنه پکې سپاره وو، لندن ته څېرمه د گټويک هوايي ډگر ته د سهار په يوه بجه او پنځه دېرشو دقيقو راورسېده.

دغه مهال د هوايي ډگر شاوخوا سيمه سختو لړو پوښلې وه او د پيلوټ په تېروتنه الوتکه د خپلې د کوزېدو له مجازې زاويې نه ډېره ټيټه شوه او له ختيځې خوا نه هوايي ډگر ته له نژدې کېدو سره سم له ونو سره ولگېده.

په نتيجه کې د الوتکې ولکه له لاسه ووته او فيرن هيل ته څېرمه په کروندو کې راولوېده.

هوايي ډگر ته يې لا هم نژدې دوه نيم کيلومتره واټن پاتې و.

الوتکه د لوېدو پر مهال له يوه لوى کور سره ولگېده او اور يې واخيست.

په دې پېښه کې د الوتکې ٤٨ سپرلۍ او د عملې کارکوونکي ووژل شول.

دغه راز د لگېدلي کور دوو اوسېدونکو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د الوتکې پيلوټ، د الوتنې لومړى افسر، د الوتنې انجينر، او يوولس سپرلۍ ژوندۍ وتلې وې.

دغې پېښې په کور دننه د محمد ظاهرشاه د حکومت خلاف د کيڼو گوندونو اعتراضونه راوپارول.

هغوى تور لگاوه چې په خورا ډېرو پيسو د بېوزلي افغانستان لپاره پېرودل شوې الوتکه، گواکې له تخنيکي پلوه سمه نه وه او ځکه ولوېده.

هغه مهال چې د شوروي او امريکا ترمنځ د سړې جگړې پېر و، کيڼو گوندونو دا د هغوى په وينا د امپريالستي تخينک د کمزورتيا نښه بلله او له حکومته يې غوښتل جې له دې وروسته د الوتکو د پېر تړونونه له شورويانو سره وکړي.

هغه مهال د آريانا شرکت له امريکن ايرلاين سره په گډه چلېده او خدمات يې تر نن خورا ښه و.