کويت په افغان هوايي ډگرونو پانگونه کوي

دغه نړیوال کویتي شرکت په نړۍ کې د پنځلسو نړیوالو هوايي ډګرونو د خدماتو مسوولیت په غاړه لري.
د افغانستان د پانګونې د ملاتړ اداره ایسا وايي دغه هوايي شرکت به په دې برخه کې ١٦ میلیونه ډالره پانګونه وکړي او دافغانستان د ټولو هوايي ډګرونو خدمتونه به په نړیوالو معیارونو برابر کړي.
له کابله دحفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې ليکي چې د این ای سي په نوم د کویت دغه شخصي شرکت به د افغانستان د اریانا هوايي شرکت د تړون له مخې لومړی په کابل، هرات او کندهار هوايي ډګرونو کې خدمتونه په نړیوالو معیارونو برابر کړي او بیا به دغه بهیر نورو هوايي ډګرونو ته هم وغځوي.
د دغه شرکت چارواکي وايي، په پيل کې به د افغانستان په هوايي ډګرونو کې ۱۶ میلیونه ډالره پانګونه وکړي خو د اړتیا پرمهال به د پانګونې دغه کچه لا هم لوړه شي.
په افغانستان کې د پانګونې د ادارې چارواکي محمد ابراهیم شمس بي بي سي ته وویل، کویتي شرکت به په هوايي ډګرونو کې له نړیوالو معیارونو سره سم مسافرو ته خدمتونه وړاندې کړې.
د شوي هوکړه لیک له مخې به دغه شرکت لومړی مسلکي کار کوونکي د روزنې لپاره له کویت نه افغانستان ته راولي او د افغانانو له روزنې وروسته به په هوايي ډګرونو کې افغانان په خپلواک ډول خدمتونه وړاندې کوي.
ښاغلی شمس وايي د اریانا هوايي شرکت په یوازې سر د دې وړتیا نه لرله چې په ټولو کورنیو هوايي ډګرونو کې هوايي معیاري خدمتونه سپرليو ته ورسوي نو ځکه د بهرني شرکت مرستې ته اړتیا وه.
"په هوايي خدمتونو کې تر الوتکې د سپرليو د توکو وړل- راوړل، له امنیتي پلوه د هغوی د وسایلو کتل او په الوتکه او هوايي ډګر کې د مساپرو میلمه پالنه شامل دي."
په تیرو ١١ کلونو کې د اریانا دولتي هوايي شرکت ترڅنګ یو شمیر نورو خصوصي هوايي شرکتونو هم فعالیتونه پیل کړى دى چې په هوايي برخه کې د پام وړ پرمختګ بلل کیږي، خو لا هم اوږده لاره په مخکې ده چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو په څیر هوايي خدمتونه مساپرو ته وړاندې کړي.








