د حلقوي سړک په اړه د بي بي سي ځانګړې لړۍ

- Author, خوشحال تایب
- دنده, کابل
پر طالبانو د نړیوالو ځواکونو له بریدونو ۱۲ کاله تېرېږي.
د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه نېټه نړیوالو ځواکونو پر طالبانو بریدونه پیل کړل.
د افغانستان لپاره د بي بي سي څانګې د افغانستان د حلقوي سړک په اړه د راپوټونو یوه بشپړه مستنده لړۍ جوړه کړې چې د اکتوبر له اوومې پیلېږي او ۱۱ ورځې به دوام وکړي.
د افغانستان لومړی حلقوي سړک شاوخوا ۳۳۶۰ کیلو متره اوږد دی او د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۱۶ سره نښلوي.
دغه سړک ته چې د کابل، غزني، کندهار، فراه، هرات او بلخ په ګډون له نورو ولایتونو تېرېږي په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د اقتصادي شا رګ په سترګه کتل کېږي.
د شمېرو له مخې د افغانستان د وګړو دوه پر دریمه برخه د حلقوي سړک په شاوخوا پنځوس کیلومترۍ کې پراته ده.
د حلقوي سړک مخینه
که څه هم د لومړي حلقوي سړک کار په ۱۹۶۱ کال کې شاوخوا ۵۲ کاله وړاندې پیل شو، خو د سیاسي بدلونونو او څو لسیزو جګړو له امله د دغې لویې لارې کار بشپړ نه شو او هغه څه چې جوړ شوي وو هم په بشپړه توګه له منیځه لاړل او بیاجوړولو ته یې سخته اړتیا لیدل کېده.
د طالبانو حکومت تر نسکوریدو وروسته نړیوالې ټولنې د دغې لویې لارې جوړول د ملي پروژو او بیا رغونې چارو په لومړیتوب کې ونیوه.
د دغې لارې له جوړولو موخه د افغانستان د یوې سترې برخې سره نښلول او د اقتصادي پیاوړتیا د زمینې برابرول ده.
نړیوالې ژمنې
د افغانستان لپاره د بي بي سي څانګې خبریالانو د دغې لویې لارې په اوږدو کې سفرونه کړي چې وګوري هلته د خلکو ژوند څنګه دی او هغه ژمنې چې د دې لویې لارې د جوړولو په برخه کې شوي تر کوم ځایه پوره شوې دي.
بي بي سي د حلقوي سړک په تړاو یوولس بېلابېل رپوټونه لري چې له هراته پیلېږي او بېرته دغه لرغوني ولایت ته رسېږي.
د خلکو ژوند او ننګونې
تاسو به په دغو رپوټونو کې د لویې لارې په اوږدو کې د هغو خلکو له ژونده هم خبر شی چې زموږ د خبریالانو د سفر پر مهال خبرې ورسره شوي دي.
له هغو ستونزو او ننګونو به هم خبر شئ چې خلک ورسره مخامخ دي.
له بي بي سي د حلقوي سړک په تړاو د ځانګړو راپورونو د خپرېدو لړۍ د اکتوبر له اوومې نیټې پیلېږي او ۱۱ ورځې به دوام وکړي.








