هرات کې وسله والو د سړک جوړولو ۹ کارګر وژلي
د افغانستان په لويديځ هرات کې پوليس وايي وسله والو د سړک جوړولو د يوه شرکت ۹ کارګر په کرخ ولسوالۍ کې وژلي دي.
د هرات د پوليسو وياند عبدالرووف احمدي بي بي سي ته وويل تېره شپه وسله والو کسانو په کرخ کې پر يوه امنيتي پوسته بريد وکړ، چې د امنيتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شول.
ښاغلی احمدي وايي له بريد وروسته چې يو پوليس په کې ووژل شو، وسله والو له دغې پوستې ۱۵ کيلومتره لرې د کارګرانو پر يوې خيمې بريد وکړ.
دی وايي هغه مهال چې وسله والو پر ګارګرانو بريد وکړ، هغوی ويده وو.




