اوکراین ښايي د روسیې د بشري مرستو مخه ونیسي

د اوکراین چارواکو په ختیځ کې د روسیې له خوا د بشري مرستو د منلو پخاطر ځینې شرطونه وړاندې کړې دي.
اوکراین دا شرطونه وروسته له هغې وړاندې کوي چې د روسیې له خوا د خواړو او درملو یوه ستره قافله د اوکراین پر لور روانه کړای شوې ده.
د امنیت د شورا ویاند اندري لیسینکو ویلي چې د روسیې مرستې باید پر پوله د اوکراین حکومت تر کنترول لاندې له یوې پوستې تېره شي او د سره صلیب چارواکي یې باید ملتیا وکړي.
لوېدیځ کې داسې اندېښنې شته چې ګواکې روسیه غواړي پر ختیځ اوکراین د بشري مرستو په پلمه یرغل وکړي.
اوکراین د روسي پلوو یاغیانو سره په دونسیک او لوهانسک سیمو کې د جګړې لپاره خپل پوځیان لېږلي دي.
په دغه جګړه کې تر اوسه ۱۵۰۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور خلک بې ځایه شوي دي.
حیرانتیا
د سه شنبې پر ګهیځ نږدې ۳۰۰ لارۍ بشري مرسته له ماسکو نه د اوکراین د لوهانسک سیمې پر لور روانې شوې دي.
روسي ټلویزیون د دغو مرستو عکسونه خپاره کړي او ویلي يې دي چې په لاریو کې د هغو ولسي وګړو لپاره سلګونه ټنه غله، د ماشومانو خواړه او درمل ځای پر ځای شوي چې د دوو غاړو تر منځ په جګړه کې بند پاتی دي.
د رسنیو رپوټونه وايي چې مرسته د روسیې له جنوب لوېدیځه د اوکراین پولې پر لور روانه شوې چې تر راتلونکو دوو ورځو به هلته ورسېږي.
خو ښاغلي لیسینکو ویلي چې د مرستو منلو لپاره اوکراین درې شرطونه لري:
مرستې باید پر پوله د اوکراین حکومت تر کنترول لاندې له پوستې تېره شي.د سره صلیب استازي باید د مرستې د قافلې ملتیا وکړي.د مرستې د اندازې، منزل او لارې په اړه باید پرېکړه وشي.
یوه بل اوکرایني چارواکي ویلي چې که روسي ځواکونه د مرستې ملتیا وکړي نو دوی به اوکراین ته د ننوتلو اجازه ور نه کړي.
د بي بي سي خبریال ډېوېډ سټرن ویلي چې اوکرایني چارواکي د روسیې د مرستو په غبرګون کې همغږي نه دي ځکه په وینا یې دا چاره د اوکرایني چارواکو د حیرانتیا لامل شوې ده.
وروسته د روسیې د بېړنیو چارو وزارت ویاند بي بي سي ته وویل چې د روسي مرستو لارۍ به له پولې هغه غاړه نه تېریږي.
نوموړي زیاته کړه چې په دې اړه به د سره صلیب اداره پرېکړه کوي چې مرسته څنګه خلکو ته ورسوي.








