"راتلونکو دریو کلونو کې به پوځ پیاوړی کړم"

د عکس سرچینه، Reuters
د اوکراین ولسمشر پیترو پوروشینکو د دغه هېواد د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې په تړاو ژمنه کړې چې په راتلونکو دریو کلونو کې به په تجهیزاتو باندې د خپل پوځ د ښه سمبالتیا لپاره شاوخوا درې میلیارده ډالر ولګوي.
ښاغلي پوروشینکو په پلازمېنې کیف کې د خپلواکۍ په تړاو جوړې شوې غونډې ته وینا وکړه.
نوموړي وویل چې اوکراین له بهرني تېري سره په یوې ریښتینې جګړې بوخت دی او په وینا یې دغه هېواد به د راتلونکي یو څه وخت لپاره هم له دوامدار پوځي ګواښ سره مخامخ وي.
په کیف کې د بي بي سي خبریال وايي چې د خپلواکۍ د نمانځنې په موخه ډېرو خلکو دودیزې جامې اغوستې.
خو ځینو بیا په پلازمېنې کې د لوی پوځي ځواک پر څرګنداوي نیوکه کړې.
د دوی په وینا د دغه هېواد په ختیځ کې لا هم امنیتي ځواکونه له روسي پلویو بېلتونپالو سره په جګړه بوخت دي.
په دغه سیمه کې بېلتونپالو د دې ورځې د نمانځلو لپاره خپل ځانګړي مراسم جوړ کړي.
ټاکل شوې اوکرایني او روسي پلاوي د سه شنبې په ورځ په سپینې روسیې، بېلاروس کې د اوکراین په ختیځ کې د روان تاوتریخوالي د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې وکړي.
له نړیوال قانون نه سرغړاوی

د عکس سرچینه، AP
تر دې وړاندې د اوکراین ولسمشر پېټرو پورشېنکو پر روسیې وروسته له هغې "له نړیوالو قوانینو د ښکاره سرغړاوي" تور لګولی و چې د روسيې بشري مرستندویه لارۍ بې له اجازې د اوکراین خاورې ته ننوتې.
دغه مرستې د ختیځ اوکراین د جګړې ډګر په ځانګړې ډول لوهانسک ښار چې یاغیانو نېولی، کې ولسي وګړو ته لېږل شوې دي.
روسیې پر اوکراین د نامناسب خنډ جوړولو تور پورې کړ او کتار یې اوکراین ته دننه کړ.
لوېدیځ کې داسې اندېښنې شته چې ګواکې روسیه غواړي پر ختیځ اوکراین د بشري مرستو په پلمه یرغل وکړي.
اوکراین د روسي پلوو یاغیانو سره په دونسیک او لوهانسک سیمو کې د جګړې لپاره خپل پوځیان لېږلي دي.
په دغه جګړه کې تر اوسه ۱۵۰۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور خلک بې ځایه شوي دي.







