م.م عراق کې د ټولوژنې د مخنیوي غږ کړی

د عکس سرچینه، AFP
ملګرو ملتونو غږ کړی چې د عراق په شمالي ښار امرلي کې دې د ممکنه ټولوژنې د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړای شي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولای ملادېنوف ویلي چې دی د امرلي په ښار کې د اوسېدونکو د ژوند د حالت په اړه "جدي اندېښنه" لري.
نوموړی ښار چې د تېرو دوو میاشتو راهیسې د اسلامي دولت ډلې له خوا کلابند دی، برېښنا او د څښلو اوبه نه لري او خوارکي توکي او روغتیايي وسایل یې هم په ختمېدو دي.
د دغه ښار ډیری اوسېدونکي ترکمن شیعه ګان دي چې اسلامي دولت ډله یې بې دینه ګڼي.
ښاغلي ملادېنوف ویلي:"د امرلي د خلکو حالت نهیلی کونکی دی او د دې ځای د اوسېدونکو د ممکنه ټولوژنې د مخنیوي لپاره په سملاسي ډول ګام پورته کولو ته اړتیا ده".
نوموړي زیاته کړه:"زه له عراقي حکومته غوښتنه کوم چې تر خپلې وسې دې د ښار د کلابندۍ د ختمولو لپاره هڅې وکړي او اوسېدونکو ته دې ژوند ژغورونکې بشري مرستې ورسوي یا دې خلک په عزت سره له هغه ځایه وباسي".
د جمعې پر ورځ د عراق مشهوره شيعه دیني عالم آیت الله علي السیستاني هم د ښار د خلکو پر ناوړه حالت خپله اندېښنه څرګنده کړه.
ځايي خلک وايي دوی اړ شول چې خپله مقاومت ته را پورته شي ځکه د ښار د کلابندۍ راهیسې تر اوسه دوی ته هيڅ راز بهرنۍ مرسته نه ده رسېدلې.
تر دې وړاندې، د عراق په ختیځ دیالي ولایت کې د سنیانو پر یوه جومات برید لږترلږه اویا کسان وژلي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د عراق امنیتي چارواکي وايي، اټکل دی، چې دغه برید به د شیعه ګانو ملاتړو ملېشو کړی وي؛ ځکه چې وړاندې په یوه برید کې شیعه ګان وژل شوي وو او شاید دا یې د غچ اخیستلو په مقابل کې کړی وي.
وسله والو د جمعې د لمانځه پرمهال د دیالي ولایت سني مېشتې سیمې د امام ویس جامع جومات پر لمونځ کوونکو برید کړی دی.
دا برید په هغه سیمه کې شوی، چې څو ورځې مخکې یې هم واک د عراق د اسلامي دولت د ډلې په لاس کې و.
په دې سیمه کې د وسله والو او حکومت پلوو شیعه ملېشو ترمنځ وړاندې هم خونړي بریدونه او نښتې شوې.
دا برید داسې مهال شوی، چې د عراق نوی لومړی وزیر حیدر العبادي د نوي حکومت په چوکاټ کې د سنیانو د مشارکت هڅې کوي.
دوو سني مشرانو د ولسي جرګې مشر سلیم الجبوري او مرستیال لومړي وزیر صالح المطلک د جمعې ورځې د برید د احتجاج په توګه د نوي حکومت جوړښت کې خپل ګډون کول ځنډولي دي.
د دیالي ولایت وکیلې ناهدة الدایني ویلي، په برید کې شاوخوا ۱۵۰ لمونځ کوونکي وژل شوي، چې دا د خپل ډول "نوې نسل وژنه" ده.
نوموړې زیاتوي "د ملېشو دوه کسان جومات ته ننوتلي او پر لمونځ کوونکو یې ډزې کړې. د جومات ساتنه نه کېده".








