امریکا عراق ته ۱۳۰ نور سلاکاران واستول

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا دفاع وزیر ویلي، کردستان ایالت ته یې د "اسلامي دولت" په نامه اورپکې ډلې د فعالیتونو مخنیوي په موخه ۱۳۰ نور پوځي سلاکاران استولي دي.
د امریکا دفاع وزیر چک هېګل وویل، دغه امریکايي سلاکاران د عراق شمالي اربیل ښار ته د عراقي وګړو د مرستې لپاره رسېدلي دي.
نوموړي وویل، په دغو سلاکارانو کې سمندري پوځیان او ځانګړي ځواکونه شامل دي، چې په جګړه کې به برخه نه اخلي.
نوموړي ویلي، د امریکا حکومت هغو عراقیانو ته د مرستې د لاس اوږدولو ته دوام ورکوي، چې په سنجار کې له روان کړکېچ نه تښتېدلي او زیانمن شوي دي.
د امریکا متحدو ایالتونو په عراق کې د "اسلامي دولت" پر جنګیالیو بمباري هم کړې ده.
دغو جنګیالیو د عراق له شمالي سیمو لسګونه زره لږکي له خپلو مېنو وتلو ته اړ کړي.
ملګري ملتونه وايي، لسګونه زره ولسي وګړو، چې ایزیدیانپکې دي، د اسلامي دولت د جنګیالیو له وېرې د سنجار غرونو ته پناه وړې، چې اوس د "ژغورنې بېړنۍ مرستې" ته اړتیا لري.
بل خوا، رویټرز خبري اژانس وايي، بغداد کې یوه ځانوژونکي د عراقي نوي لومړي وزیر حیدر العبادي د کور مخې ته پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولیي دي.

د عکس سرچینه، AP
ددغه برید د مرګژوبلې په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.
د عراق ولسمشر فؤاد معصوم لومړي وزیر حیدرالعبادي ته د تېرې دوشنبې په ورځ د وزیرانو د نوې شورا جوړولو امر کړی و.
دا ګام څو میاشتې وروسته تر هغه اخیستل شوی، چې عراق کې سیاسي اړ او دوړ سني سخت دریځي اسلامپالي اړ کړل، چې د "اسلامي دولت" د جنګیالیو په ډول راپورته شي.
عراق کې وړاندې ۲۵۰ امریکايي پوځي سلاکاران وو.








