اسلامي دولت ډله امریکا ته تر ټولو ستر ګواښ دی

د امریکا ولسشمر بارک اوباما اسلامي دولت د سرطان ناروغي وبلله.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا ولسشمر بارک اوباما اسلامي دولت د سرطان ناروغي وبلله.

واشنګټن خبرداری ورکړی چې په نږدې کلونو کې د اسلامي دولت جنګیالي امریکا ته تر ټولو ستر ګواښ دی.

د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل ویلي چې د امریکا هوايي بریدونو په عراق کې د جنګیالیو د پرمختګ په مخه نیولو کې مرسته کړې ده خو شونې ده چې جنګیالي بیا سره یوځای شي.

ددې ترڅنگ ښاغلي هېګل د جهاديانو له خوا د رامنځ ته شوي گواښ په اړه تت انځور وړاندې کړ.

نوموړي د اسلامي دولت ډلې په اړه وویل:

"دوى يواځې یوه ترهگره ډله نه ده، دوى ځانگړې ايډيالوجي لري، دوى پياوړي ستراتيژي او تکتيکي پوځي مهارتونه لري، دوى خورا زياتې پيسې لري".

ښاغلي هېګل زیاته کړه:

"دا له هغه څه چې موږ تر دې دمه ليدلې سوا دي. نو موږ بايد د هرڅه لپاره چمتو و اوسو او د دې لپاره يواځنې لار دا ده چې تاسو حالاتو ته ځير او بيا چمتو شي".

د اسلامي دولت جنګیالي په سوریه او عراق کې پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندې لري.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د اسلامي دولت جنګیالي په سوریه او عراق کې پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندې لري.

بل خوا د امریکا د پوځ لوی درستیز مارټېن ډېمپسي ټینګار کړی چې په سوریه کې د اسلامي دولت پر مرکز له برید پرته دغې ډلې ته ماته ورکول شونې نه ده.

نوموړي ویلي: "دا يوۀ داسي ډله ده چې په راتلونکې کې د بشپړ ويجاړۍ ستراتيژي لري خو موږ باید ماته ورکړو".

په ورته وخت کې د امریکا ولسشمر بارک اوباما اسلامي دولت د سرطان ناروغي وبلله.

بریتانيه او امريکا اوس په هغه سړي پسي گرځي چې امريکايي خبريال جيميز فولي يې وژلى.

جهاديانو گواښنه کړې چې د يوه بل تښتول شوي خبريال سټيون ساټ لوف برخليک هم د امريکايانو راتلونکي گام پوري تړلی دی.

امریکا په عراق کې د اګست له ۸ مې راهیسې هوایي بریدونه پیل کړي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، امریکا په عراق کې د اګست له ۸ مې راهیسې هوایي بریدونه پیل کړي دي.

څرګنده شوې چې سږ کال اوړي کې امریکا د ځانګړو عملیاتو له لارې هڅه کړې وه چې سوریه کې فولي او نور برمته امریکایان وژغوري خو عملیات یې بریالي نه شول.

تر دې وړاندې، د امریکايي خبریال جیمز فولي ګومارونکې ادارې (ګلوبل پوسټ) ویلي وو، هغه جهادیانو چې دی یې نیولی و، د خوشې کولو په بدل کې یې ۱۳۲ میلیون ډالر غوښتي وو.

د دغې ادارې مشر فیلیپ بلبوني ویلي وو چې په لومړي وار تېر کال د اسلامي دولت جنګیالیو د پېسو غوښتنه کړې وه.

فولي د ۲۰۱۲ کال د نومبر په میاشت کې تښتول شوی و او روانه اونۍ کې یې اسلامي دولت ډلې د سر غوڅولو ویډیو خپره کړه.

په دغه ویډیو کې دوی خبرداری ورکړ که امریکا په شمالي عراق کې د دوی پر ډلې خپل هوایي بریدونه و نه دروي نو دوی به یو بل امریکایی خبریال هم ووژني.