"اسلامي دولت" د امریکايي خبریال د وژنې وېډیو خپره کړې

د عکس سرچینه، AFP
د "<link type="page"><caption> اسلامي دولت</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2014/06/140612_hh-an_iraq_isis_profile_abu_bakr_al_baghdadi.shtml" platform="highweb"/></link>" جنګیالیو یوه وېډیو خپره کړې، چې جنګیالي یې د یوه امریکايي خبریال جیمز فولي سر غوڅوي.
جیمز فولي له ۲۰۱۲ کال راپدېخوا په سوریه کې تري تم شوی و.
واشنګټن وايي، پر انټرنېټ د خپرې شوې وېډیو د رښتینولۍ په اړه پلټنه کوي.
سپینې ماڼۍ ویلي، امریکايي استخبارات اوس د وېډیو د ریښتینوالي په اړه کار کوي، که چېرې رښتیا وخېژي، نو د امریکا متحده ایالتونه به "په وحشیانه توګه ددغه بې ګناه امریکايي خبریال د وژل کېدو په اړه ګام واخلي".
د خبریال فولي کورنۍ پر فېسبوک لیکلي "پوهېږو چې زیاتره خلک په دې اړه پوښتنې کوي. هیله لرو چې صبر وکړئ چې نور معلومات ترلاسه کړو، او فولي ته دعاګانې وکړئ".
د فولي مور ډیاني پر <link type="page"><caption> فېسبوک پاڼه ویلي</caption><url href="https://www.facebook.com/FindJamesFoley/posts/492189054249429" platform="highweb"/></link> پر خپل زوی ویاړي: ''هغه خپل ژوند له دې کبله قرباني کړ، چې نړۍ ته د سوري وګړو ناخوالې انځور کړي''.
په خپره شوې وېډیو کې چې د "امریکا ته پیغام" نوم ورکړل شوی، د "اسلامي دولت" یو جنګیالی راڅرګندېږي او وايي چې دا جیمز فولي دی او شاوخوا یې مخ پټي وسله وال ولاړ دي.
یو وسله وال په ګوډه ماته برتانوۍ انګلیسي وايي، دغه خبریال په عراق کې د "اسلامي دولت" د جنګیالیو پر مرکزونو د امریکايي بمباریو د غچ اخیستو په مقابل کې ووژل شو.
فولي له تېرو پنځو کلونو راهیسې په منځني ختيځ کې خبریالي کوله، چې د ۲۰۱۲ کال د نومبر پر ۲۲ ناپېژاندو وسلوالو وتښتاوه.
د امریکا متحدو ایالتونو په عراق کې د حکومتي ځواکونو د همکارۍ په موخه د "اسلامي دولت" پر ځینو مرکزونو بمبارۍ وکړې.
دویم خبریال
په خپره شوې وېډیو کې فولي په نارنجي کالیو کې په ګونډو ناست راڅرګندېږي، چې غالباً یوه لیرې صحرا به وي.
په وېډیو کې یو بل کس هم ښکاري، چې وسله وال یې امریکایی خبریال بولي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
ددغې ډلې ملاتړي سخت دریځي جنګیالي دي، چې وړاندې یې د امریکايي وګړو په نښه کولو ګواښ هم کړی و.
دغې ډلې ویلي وو، چې "ټول امریکایان به په وینو کې ډوب کړو".
دغه ډله د عراق په شمال کې او د سوریې په ختیځ کې د ډېرو خلکو په وژلو تورنه ده.
په عراق کې د دغې ډلې له راپیدا کېدا او د ناامنیو له کبله نژدې نیم میلیون او شل زره وګړي بې ځایه شوي دي.
په بې ځایه شویو کې زیاتره ایزیدي او عیسوي لږکي دي.
د "اسلامي دولت" ډله د "اسلامي خلافت" جوړولو ادعا لري، چې په لومړي سر کې "په عراق او شام کې اسلامي دولت" (داعش) په نامه یادېده، خو وروسته یې خپل نوم پر "اسلامي دولت" واړاوه.
دغه ډله تر ډېره له نامسلمانو وګړو (عیسویانو، ایزیدیانو) سره سخت چلند کوي.
له شیعه ګانو سره یې هم کړه وړه ورته دي.








