غزه کې د وژل شويو کسانو شمېر ۳۵۰ ته وخوت

د عکس سرچینه، AFP
اسراييلي ځواکونو له هغه راهيسې چې پر غزې يرغل پيل کړی پر دغې سيمې له هوا، ځمکې او سمندر نه خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی.
د غزې ښار ختيځو سيمو کې د قربانيانو جسدونه پر واټونو پراته دي او زرګونه کسان د سخت بمبار له امله له خپلو کورونو په تېښته دي.
په يوه راپور کې ويل شوي په ځينو سيمو کې د سختې جګړې له امله امبولانسونه سيمې ته نه شي ورتللی.
په ټوله کې له هغه راهيسې چې پر غزې يرغل پيل شوی له ۳۵۰ زيات فلسطينيان وژل شوي دي.
د اسراييلو په خوا کې تر اوسه د دوو ملکيانو په ګډون د اوو اسراييليانو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی دی.
بل لور ته د حماس يوه وياند ابو عبيده اعلان کړی دی، چې اوږدې جګړې ته يې چمتووالی نيولی دی:
(( موږ د ښکېلاکګرو پر ضد يوې اوږدې جګړې ته چمتووالی نيولی دی. دوی يې يوازې پيل ليدلی. د القاسم پوځي کنډک ۲۵۰زره لاسي بمونه جوړ کړي. ځوانان اوس د کاڼو پر ځای دا بمونه پر اسراييلي ځواکونو اوروي)).
راپورونه وايي سيمي ته د ملګرو ملتو د سرمنشي بانکي مون د سفر په درشل کې د اسراييلو په هوايي بريدونو کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر له ۳۵۰ اووښتی دی.
ټاکل شوې ښاغلی بان نن د اسراييلو او حماس ترمنځ د روانې جګړې د پای ته رسولو په موخه سيمې ته سفر وکړي.
ملګرو ملتو دا نه دي ويلي چې ښاغلی بان به د کومو سيمو ليدنه وکړي، خو دا لرې ده چې نوموړی دې د امنيتي ننګونو له امله غزې ته ولاړ شي.
په سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي د اسراييلو ځمکنيو عملياتو د وژل شويو کسانو شمېره لوړه کړې ده.
نن په غزه کې د څلورو ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ اته غړي وژل شوي دي.
د بي بي سي خبريال چې د اسراييلو او غزې ترمنځ پوله کې دی د فلسطيني چارواکو له قوله ويلي، له هغه راهيسې چې ځمکني عمليات پيل شوي د نهو ماشومانو په ګډون ۶۰ فلسطينيان وژل شوي دي.
په دې ډول په تېرو ۱۲ ورځو کې په غزه کې د وژل شويو کسانو شمېر ۳۱۰ ته پورته شوی او ۲۶۰۰ نور ټپيان شوي دي.
په اسراييلو کې هم د حماس د توغنديو د بريدونو له امله يو اسراييلی سرتېری او يو ملکي وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له ځان نه دفاع کول د اسرائیلو حق بللی، خو اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته یې خبرداری ورکړی، چې په غزه کې له نور پوځي مخته تګ ډډه وکړي.
ښاغلي اوباما د تېرې جمعې پر ورځ له نتنیاهو سره په خبرو کې ویلي، چې "په اسرائیلي بریدونو کې د بې ګناه فلسطینیانو پر وژنې ژور خواشینی" دی.








