اوباما د غزې په اړه اسرائیلو ته خبرداری ورکړی

د عکس سرچینه، BBC World Service
په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له ځان نه دفاع کول د اسرائیلو حق بللی، خو اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته یې خبرداری ورکړی، چې په غزه کې له نور پوځي مخته تګ ډډه وکړي.
ښاغلي اوباما د تېرې جمعې پر ورځ له نتنیاهو سره په خبرو کې ویلي، چې "په اسرائیلي بریدونو کې د بې ګناه فلسطینیانو پر وژنې ژور خواشینی" دی.
د اسرائیلو په لس ورځنیو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۰۰ ته رسېدلی، او تر ۲۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون به د شنبې پر ورځ د حماس او اسرائیلو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره سیمې ته ولاړ شي.
د ښاغلي بان کي مون د سفر یو هدف دا هم دی، چې فلسطینیان او اسرائیل قانع کړي، چې جګړه د ولسي وګړو له وژل کېدو پرته نوره ګټه نه لري.
د ملګروو ملتونو یوه دیپلومات جیفري فالټمن ویلي: "اسرائیل د امنیت له اړخه اندېښنه لري، او موږ پر اسرائیلو د غزې له لوري توغندیز بریدونه غندو، خو د اسرائیلو د پراخو بریدونو له کبله اندېښمن شوي یو".

د عکس سرچینه، BBC World Service
وړاندې د اسرائیلو لومړني وزیر بنیامین نتنیاهو په غزه کې د پراخو ځمکنیو بریدونو خبرداری ورکړی و.
خو حماس، چې د غزې کنټرول یې په لاس کې دی، ویلي، چې له اسرائیلو به د بریدونو ارومرو غچ اخلي.
پر غزې د اسرائیلو تر لس ورځنیو بمباریو وروسته اسرائیلي پوځ ځمکني عملیات پیل کړل.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس له ترکیې او قطر نه غوښتي، چې حماس د مصر په منځګړیتوب له اسرائیلو سره اوربند ته وهڅوي.
د تېرې پنجشنبې پر ورځ پر غزې د اسرائیلو په ځمکنیو بریدونو کې لږترلږه ۶۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
د ټول ټال وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۰۰ ته رسېدلی، چې ډېره برخه یې ولسي وګړي دي.

د عکس سرچینه، AFP
بارک اوباما ویلي "هېڅ ولس دا نه شي منلی، چې پر سرحد او خاوره یې دې توغندي وتوغول شي"، خو پر اسرائیلو یې غږ کړی چې پخپلو عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي.
اوباما په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "امریکا او زموږ ملګري او ټول ملاتړي په غزه کې د اسرائیلو په ځمکنیو عملیاتو کې د ولسي وګړو په وژل کېډو ډېر خواشيني یو".

د عکس سرچینه، AP
ملګرو ملتونو ویلي، تر ۴۰۰۰۰ډېر فلسطینیان د اسرائیلو د ځمکنیو بریدونو له پیلېدو وروسته له خپلو مېنو وتلي دي.
رپوټونه وايي، اسرائیلي ټانکونو تېره کرۍ شپه پر غزې بریدونه کول، او د شنبې ورځې پر ګهیځ یې هم پر غزې بمباریو ته دوام ورکړی.

د عکس سرچینه، Reuters








