م.م: له غزې ۴۰ زره وګړي وتلي

د اسرائیلو په بریدونو کې ګڼ ماشومان هم وژل شوي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د اسرائیلو په بریدونو کې ګڼ ماشومان هم وژل شوي.

ملګري ملتونه وايي، د تېرې جمعې پر ورځ پر غزې د اسرائیلي بریدونو له وېرې د بې ځایه شویو شمېر دوه برابره ډېر شوی دی.

ژغورندویو ډلو ویليو د ملګرو ملتونو په ۳۴ سرپناه ځایونو کې تر ۴۰ زرو ډېر فلسطیني بې ځایه شوي وګړي اوسېږي.

دغه کسان وروسته تر هغه له خپلو مېنو وتلو ته اړ شول، چې اسرائیلو پر غزې پر بمباریو سربېره، پراخ ځمکني بریدونه پیل کړل.

که څه هم اسرائیل وايي، چې د بریدونو هدف یې د حماس اورپکې ډلې له منځه وړل دي، خو تر ډېره په دغو بریدونو کې ولسي وګړي وژل شوي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وړاندې د پراخو ځمکنیو بریدونو پیلولو خبرداری ورکړی و.

حماس وايي ''له اسرائیلو به پر غزې د تېري پوره غچ اخلي''.

له غزې تړانګې زرګونه کورنۍ د سرائیلو د لس ورځنیو بریدونو پرمهال وتلي دي.

په غزه کې د بي بي سي خبریاله یولاند نیل وايي، اسرائیلي الوتکو د غزې په شمال، ختیځ او جنوب کې د حماس مرکزونه په نښه کړي.

پر همدې مهال د اسرائیلو په ځینو ښارونو او مېنو کې له غزې تړانګې د توغندیو تر توغول کېدا وروسته خلکو ته د ځان پټولو خبرداری ورکړی.

په غزه کې د بي بي سي خبریال شهدي الکاشف وايي، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږترلږه شپیته فلسطینیان هغه مهال ووژل شول، چې اسرائیلو یې پر کورونو بمباري وکړه.

د تېرې جمعې ورځ پر غزې د اسرائیلي بریدونو تر ټولو خونړۍ ورځ ګڼل شوې ده.

د تېرې جمعې پر ورځ له غزې تړانګې د بې ځایه شویو شمېر دوه برابره شو

د عکس سرچینه، AFP GETTY

د عکس تشریح، د تېرې جمعې پر ورځ له غزې تړانګې د بې ځایه شویو شمېر دوه برابره شو

فلسطیني طبي سرچینو ویلي، د اسرائیلو په لس ورځنیو بریدونو او بمباریو کې د فلسطیني وژل شویو شمېر تر ۳۰۰ اوښتی، چې زیاتره یې ماشومان، بوډاګان او ماشومان دي.

په دغو بریدونو کې تر ۲۳۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي.

له غزې پر اسرائیلو د حماس په یوه هاوان کې تر اوسه ایله یو اسرائیلی وژل شوی.

نتنیاهو ویلي، د ځمکنیو بریدونو هدف د هغو تونلونو او لارو په نښه کول دي، حماس ډلې کیندلي.

د اسرائیلو هوايي ځواک د دغو تونلو په له منځه وړلو ونه توانېد.

اسرائیل وايي، ځمکني عملیات یې د حماس ډلې د ځپلو پخاطر پیل کړي

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، اسرائیل وايي، ځمکني عملیات یې د حماس ډلې د ځپلو پخاطر پیل کړي
د بې ځایه شویو کورنیو ماشومان په ډېر ناوړه وضعیت کې اوسېږي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د بې ځایه شویو کورنیو ماشومان په ډېر ناوړه وضعیت کې اوسېږي