حماس او اسرائیلو پنځه ساعته اوربند وکړ

د عکس سرچینه، Reuters
په داسې حال کې چې پر غزې د اسرائیلو او له غزې تراډې پر اسرائیلو د حماس ډلې د متبادلو بریدونو نهه ورځې پوره کېږي، حماس او اسرائیلو د پنځو ساعتونو لپاره د اوربند اعلان کړی.
دغه اوربند پرځايي وخت د پنجشنبې ورځې د سهار له لسو بجو پیلېږي.
وړاندې اسرائیلو ویلي وو چې د پنځو ساعتونو لپاره د اوربند لپاره چمتو دي.
په فلسطیني خاوره کې د اسرائیلو د پوځي کړنو همغږي کوونکي ډګروال یواف مردخای بي بي سي ته ویلي "دغه اوربند به د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ټولنو په غوښتنه پر ځايي وخت د سهار له لسو بجو پیل شي، او د ماسپښین تر درو بجو به دوام وکړي".
خو مردخای ټینګار کړی، چې اسرائیل به د هوايي او د سمندر له لارې بریدونه ته ځان چمتو کړي، خو د ځمکنیو عملیاتو د پیلېدو امکان هم شته.
حماس ډلې وړاندې ویلي وو، لاهم د اوربند پر پرېکړې ولاړه ده، او د پنځو ساعتونو لپاره به توغندي نه توغوي.
د دغې ډلې ویاند سامي ابو زهري په یوه ویناپاڼه کې ویلي "حماس د پنځو ساعتونو لپاره د اوربند پابند دی".
خو د اسرائیلو پوځ خبرداری ورکړی، که چېرې حماس د اوربند په موده کې توغندي وتوغوي، دوی به هم بریدونه پیل کړي.
په واشنګټن کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د تېرې چارشنبې په ورځ ویلي و چې د مصر له خوا د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د سولې او اوربند هڅې ستايي.
هغه ویلي چې "د اسرائیلو او فلسطین دواړه ولسونه نه غواړي چې دا ډول ژوند وکړي".
د حماس ډلې ویاند وايي، پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې لږترږله ۲۱۳ کسان وژل شوي، چې ۴۳ یې ماشومان دي.
خو تر اوسه ایله یو اسرائیلی وژل شوی دی.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، Reuters

مردخاغی وايي، د کرم شالوم (کرم ابو سالم) هغه تونل د اتو ورځو لپاره پرانیستی و، چې اسرائیل له غزې تراډې سره نښلوي، چې په دې موده کې فلسطیني اړمنو ته زرګونه ټنه خوراکي توکي ورسول شول.
اسرائیلو د روان جولای پر اتمه پر غزې تراډې بریدونه پیل کړل.
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس دا مهال د حماس ډلې له قومندان موسی ابو مرزوق سره په مصر کې دی.
د مصر د کورنیو چارو وزارت ویاند بدر عبدالمعطي ویلي، وزارت یې د حماس ډلې له خوا د سولې په اړه هېڅ ښکاره غبرګون نه دی ترلاسه کړی.
نوموړی وايي، که چېرې حماس د سولې وړاندیز رد هم کړي، مصر به د اوربند او سولې لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.








