نتنیاهو: نړیوال فشارونه اسرائیلي بریدونه نه شي بندولی

له تېرو پنځو ورځو راهیسې د اسرائیلو په بمبارۍ کې لږترلږه ۱۱۳ فلسطینیان وژل شوي او تر ۷۰۰ ډېر نور ټپیان شوي، چې زیاتره یې ولسي وګړي دي.فلسطینیان

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، له تېرو پنځو ورځو راهیسې د اسرائیلو په بمبارۍ کې لږترلږه ۱۱۳ فلسطینیان وژل شوي او تر ۷۰۰ ډېر نور ټپیان شوي، چې زیاتره یې ولسي وګړي دي.فلسطینیان

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، نړیوال فشارونه به تر هغې پر غزې د اسرائیلي بریدونو مخه ونه شي نیولی، چې له غزې تراډې پر اسرائیلو راکټي بریدونه بند شوي نه وي.

له تېرو پنځو ورځو راهیسې د اسرائیلو په بمبارۍ کې لږترلږه ۱۲۲ فلسطینیان وژل شوي او تر ۷۰۰ ډېر نور ټپیان شوي، چې زیاتره یې ولسي وګړي دي.

د اسرائیلو په دوو تازه بریدونو کې پنځه فلسطینیان وژل شوي، یو برید په غزه کې د معیوبینو پر یوه مرکز شوی، او بل د غزې ښار په لوېدیځه برخه شوی.

نتنیاهو وايي: "هېڅ نړیوال فشار نه شي کولی، چې د اسرائیلو بریدونه بند کړي."

پاریس کې د اسرائیلي بریدونو په غندنه لاریون

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، پاریس کې د اسرائیلي بریدونو په غندنه لاریون
اندونیزیايي وګړو پر غزې د اسرائیلو بریدونه وغندل

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، اندونیزیايي وګړو پر غزې د اسرائیلو بریدونه وغندل

نوموړي ویلي، د نړۍ له ځینو مشرانو – بارک اوباما – او نورو سره یې خبرې کړې دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د اوربند په برخه کې کې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښوولی.

نتنیاهو وايي، له تېرې سې شنبې ورځې راهیسې یې په غزې تراډه کې لږترلږه زر کسان په نښه کړي دي.

دی زیاتوي، د ۲۰۱۲ کال د عملیاتو په پرتله یې دوه برابره ځواکونه جګړې ته چمتو کړي دي.

د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ دا جګړه د یوه فلسطیني او درو اسرائیلیانو له وژل کېدا وروسته پیل شوه.

که څه هم پر اسرائیلو له غزې تراډې توغندي ویشتل شوي، خو د مرګ ژوبلې خبر یې نه دی ورکړل شوی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، AFP