غزه کې د وژل شويو کسانو شمېر ۱۰۰ ته وخوت
فلسطيني سرچينې وايي پر غزه د اسراييلو د هوايي بريدونو په پايله کې د وژل شويو کسانو شمېر ۱۰۰ ته وخوت.
دوی وايي وروستي دوه کسان د جمعې پر ورځ د بيرويج په سيمه کې په يوه موټر کې په نښه کړای شول او ووژل شول.

د عکس سرچینه، AFP
اسراييلو له هغه راهيسې چې د سې شنبې پر ورځ له غزې د توغنديو د درولو په موخه عمليات پيل کړي، سلګونه هوايي بريدونه کړي دي.
تر دې وړاندې د متحد ايالتونو د فلسطينيانو او اسراييلو ترمنځ د يوه اوربند د کېدو لپاره چمتووالی ښوولی و.
ولسمشر اوباما دغه څرګندونوې د اسراييلو له لومړي وزير بنيامن نتنياهو سره د ټيليفوني خبرو پر مهال کړې دي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين هم د اوربند وړانديز کړی دی.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون له اسراييلو او فلسطينانو څخه پر داسې مهال د اوربند غوښتنه وکړه چې د دواړو خواوو ترمنځ تاوتريخوالی زيات شوی دی.
بانکي مون د امنيت شورا بېړنۍ غونډې ته وويل له حد څخه زيات زور کارول د زغملو نه دي او د دې لوړه بيه ملکي وګړي پرېکوي.
ښاغلي بان په سيمه کې د حالاتو د لا خرابېدو وېره وښوده او ويې ويل چې حالات هره دقيقه له کنتروله وتلی شي:
ده وويل: ''وضعيت بايد په هېڅ ډول نور له کنټروله و نه وځي. د تاوتريخوالي نور خپرېدل خطرناک او بېساري پايلې لرلی شي. دا د ډېرو نازکو ازموينو څخه يوه ده چې په وروستيو کلونو کې سيمه ورسره مخامخ شوې ده. ټول بايد په دې پوه شي چې يوازې د سولې تړون د اسراييليانو او فلسطينيانو لپاره دايمي امنيت راوستلی شي''.
تر دې وړاندې د اسراييلو لومړي وزير ويلي، چې عمليات له پلان سره سم پر مخ روان دي او (تمه ده نور ګامونه) هم واخيستل شي.








