اسرائیلو پر غزې ځمکنی برید وکړ

د عکس سرچینه، AFP
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، په غزه تراډه کې د وسله والو پرضد د پراخ ځمکنيو عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي. د اسرائیلو په بریدونو کې ۲۶۴ فلسطینیان وژل شوي او تر ۲۰۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
په غزه کې د بي بي سي خبریال وايي، د اسرائیلو په تازه برید کې د غزې شمال کې درې ماشومان وژل شوي.
له تېرې شپې راهیسې پر غزې د اسرائیلو ځمکنیو بریدونو کې له زرغره والو ټانکونو، پیاده او توپخانې ګټه اخیستل شوې ده.
د رپوټونو تر مخه د اسرایيل پوځي ځواکونو په غزه کې د حماس پر وړاندې ځمکني عملیات پیل کړي.
د اسرایيل لومړي وزیر بنیامېن نتنیاهو ویلي له دغو عملیاتو یې موخه د هغو بنسټونو له منځه وړل دي چې پر اسرایيل راکټي بریدونه کوي.
عیني شاهدان وايي چې شاوخوا لس ټانکونه له اسرایيله د غزې خاورې ته اوښتي.
ځینې ناتایید شوي رپوټونه وايي چې په وروستیو کې اسرایيلي ځواکونو د غزې یو روغتون په نښه کړی چې شاوخوا درې کسان په کې وژل شوي هم دي.
د اسرایيل د دفاع وزارت ویلي له وروستیو عملیاتو یې هدف د اسرایيلي وګړو خوندیتوب دی.
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بان کي مون په اسراییل غږ کړی چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.
د حماس ډلې یو ویاند ویلي ځمکني عملیات به خونړي او ناوړه عواقب ولري.
خو بل اړخ ته د اسرایيلي حکومت ویاند مارک ریګېف بیا ویلي چې د ځمکنیو عملیاتو د پیلولو پرېکړه یې وروسته له هغې کړې چې حماس ډلې څو وار د اسرایلي حکومت له خوا د اوربند وړاندیزونه رد کړل.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، AFP
په تېرو څو ورځو کې پر غزې د اسرایيلي ځواکونو د بمبارۍ او بریدونو له امله شاوخوا ۲۳۰ کسان وژل شوي چې ډیری یې ولسي وګړي دي.








