افغانستان له غزې سره نيم ميليون ډالر مرسته کوي

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان حکومت له هغه يوه اوونۍ وروسته چې پر غزې د اسراييلو هوايي بريدونه پيل شوي، د دغو بريدونو غندنه کړې ده.
افغان حکومت د غزې له خلکو سره د خواخوږۍ پر بنسټ د افغانستان له ملي بوديجې د ۵۰۰ زره ډالرو مرستې اعلان کړی دی.
خو له ارګ نه په خپره شوې اعلاميه کې دا نه دي ويل شوي، چې دغه مرستې به څه وخت د غزې خلکو ته ورکول کېږي.
راپورونه وايي تر اوسه د اسراييلو په هوايي بريدونو کې له ۲۰۰ زيات فلسطينيان وژل شوي دي.
اسراييل وايي دا بريدونه د حماس ډلې د هغو راکټي بريدونو په ځواب کې کوي، چې پر اسراييلي خاوره يې توغوي.
د اسراييلو پوځي سرچينې وايي هغه مهال يې څلور سرتېري ټپيان شول چې د حماس غورځنګ د توغنديو توغولو پر يوه ځای يې بريد وکړ.
راپورونه وايي د حماس د توغنديو په بريدونو کې چې ويل کېږي شمېر يې سلګونو ته رسېږي يوازې يو اسراييلی وژل شوی دی.
اسراييلو بيا بيا په غزه کې هغو خلکو ته د وتو خبرداری ورکړی، چې د حماس پوځي مرکزونو ته څېرمه اوسېږي.
ويل کېږې د دغو خبرداريو له امله زرګونه فلسطينيانو خپل کورونه پرېښي او خوندي ځايونو ته کډه شوي دي.
د اسراييلو دې بريدونو په اسلامي او لويديځو هېوادونو کې د خلکو اعتراضونه راپارولي دي.
امريکا کې يو شمېر اعتراض کوونکو د دغو بريدونو غندنه کړې او د هغو د مخنيوي غوښتنه يې کړې ده.








