نیواک ګرو د اوکرایین ضرب الاجل ناګاره بللی

د عکس سرچینه، Reuters
په داسې حال کې چې اوکرایین په ختیځ کې روسیې ته له حکومتي ودانیو د وتلو ضرب الاجل ټاکلی و، روسي پلوو ځواکونو لاهم پر ځینو حکومتي ودانیو ولکه ټینګه کړې ده.
روسیې او اوکرایین په ملګرو ملتونو کې د ناندریو په ترڅ کې پر یوه بل د ترهګرۍ تورونه پورې کړي دي.
د امنیت شورا په یوې بېړنۍ غونډه کې د روسیې سفیر ویتالي چرکین ویلي، د اوکرایین حکومت د دغه هېواد په ختیځ کې له خپلو خلکو سره جګړه کوي.
د اوکرایین استازي یوري سرګییف په غبرګون کې ویلي چې روسیې د اوکرایین په بې ټیکاوه کولو پسې راخيستې او په وینا یې د دغه دولت ړنګول غواړي.
نوموړي له روسیې نه وغوښتل چې له اوکرایینه په سوله کې ووځي.
روسیې وروسته له هغې د امنیت شورا د دغې بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه، چې د اوکرایین لنډمهالي ولسمشر الېکساندر تورچینوف وویل، که د دوشنبې تر سهاره روسي پلوي وسله وال له حکومتي ودانیو و نه وځي دی به یې پر وړاندې له زوره کار واخلي.
د روسیې سفیر په دې اړه وویل:
''موږ د امنیت شورا دا بېړنۍ غونډه د دې اندېښنو له کبله راوبلله چې په سوېل ختیز اوکراین کې وضعیت له کنتروله وتونکی دی. د اوکراین سرپرست ولسمشر تورچینوف چې د دغه هېواد په سوېل ختیځ کې د زور کارولو کوم مجرمانه امر کړی دا به د وضعیت د لا خرابوالي پر لور یو بل ګام وي. دا چاره له هغو ډاډګېرنو سره په بشپړ مخالفت کې ده، چې زموږ لوېدیزو منځګړیو په دې اړه موږ راکړې دي''.
د اوکرایین حکومت وویل، که چېرې له حکومتي ودانیو روسي پلوي ځواکونه ونه وځي، نو پوځي عملیات به ورباندې پیل کړي.
روسي پلوو ځواکونو د دوشنبې پر ګهیځ ځینې ودانۍ ونیولې.
د اوکرایین ختیځ کې تر ډېره روسي توکمه وګړي اوسېږي، چې په تېره فبروري میاشت کې د اوکرایین د مخکني ولسمشر ویکتور یانو کوویچ تر لیرې کېدا وروسته یې مظاهرې هم وکړې.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، AP








