''اوکراين کې د زور کارول خبرې زيانمولی شي''

وړمه ورځ هم روس پلوو مظاهره چيانو د اوکراين په ختيځ کې د پوليسو يوه پوسته ونيوله
د عکس تشریح، وړمه ورځ هم روس پلوو مظاهره چيانو د اوکراين په ختيځ کې د پوليسو يوه پوسته ونيوله

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي د اوکراين په ختيځ کې هر ډول پوځي خوځښت به پر راتلونکو خبرو سيوری وغوړوي.

ښاغلی لاوروف دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې روس پلوو ملېشو د يکشنبې پر ورځ د اوکراين په ختيځ کې د کراماتورسک په ښار کې د پولیسو پر مرکز يرغل وروړ.

امريکا د اوکراين په ختيځ کې د روسيې د ''پاروونکي'' رول غندنه کړې ده، خو روسيې د اوکراين په ختيځ کې په هر ډول مخامخ مسووليت رد کړی دی.

دغه شخړې پر داسې مهال رامنځته کېږي، چې ټاکل شوې پنجشنبې پر ورځ د روسيې، امريکا، اروپايي ټولنې او اوکراين ترمنځ په جنيوا کې څلور اړخيزې خبرې وشي.

امريکا وايي د اوکراين په ختيځ کې ناکراريو چې د دوی په خبره ''روسيه يې ملاتړ'' کوي، په کيف کې چارواکي ننګولي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري خپل روسي سيال سرګي لاوروف ته په ټيليفوني خبرو کې ويلي، چې وضعيت کې ښه والی راولي که نه له ''نورو پايلو'' سره به مخامخ شي.

وړمه ورځ اوکرايني چارواکو وويل د هېواد په ختیځ کې وسله والو کسانو چې برګ پوځي یونیفورمونه یې پر تن وو د پولیسو یوه پوسته نیولې ده.

پولیس وايي د روسیې له پولې سره نژدي په سلوویانسک کې دغو وسله والو د پوستې د نیولو لپاره ډزې وکړې او لاسي بمونه یې وکارول.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ارسین اواکوف دغه وسله وال ''ترهګر'' بللي او ویلي دي چې ځانګړي ځواکونه به دغه وسله وال له پوستې په شا وتمبوي.

د کورنیو چارو وزیر وویل چې وسله والو ته به د دوی ځواب سخت وي ځکه چې د ده په خبره د مظاهره چیانو او ترهګرو ترمنځ توپیر شته.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین په ختیځ کې روسي پلوه مظاهره چیانو دولتي ودانۍ نیولې دي.

کیف وايي د اوکراین په ختیځ کې ناآرامۍ د مسکو په لمسون رامنځ ته شوې دي.