مسکو اوکراين کې د امريکا منځګړتوب غوښتی

د عکس سرچینه، AP
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف له خپل امريکايي سيال جان کيري غوښتي، چې په اوکراين کې ''پر روسي ژبو د فشار'' په کمولو کې مرسته وکړي.
د امريکا او روسيې د بهرنيو چارو وزيرانو تېره ورځ د ( اپريل، ۱۲مه) يو ځلې بيا د اوکراين د کړکېچ پر سر تيليفونې خبرې وکړې.
د روسي خبري سرچينو د راپور له مخې ښاغلي لاوروف په دغه تیليفوني تماس کې له ښاغلي کېري غوښتي، د اوکراين په ختيځ او سويل کې پر روسي پلوو د تاوتريخوالي د کمولو په برخه کې پر اوکرايني مشرانو له خپل نفوذ نه کار واخلي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف په خبره په سوله ييز ډول د دغې ستونزې د هواري شونتيا شته.
دی وايي : ''زه په دې باور يم چې په اوکراين کې د کړکېچ د کمېدو امکان شته. په دې برخه کې تر ټولو مهم ګام دا دی چې بايد د اوکراين د اساسي قانون په رڼا کې پرته له کوم توپيره د ټولو اتباعو حقونه په مساوي ډول تضمين شي''.
ټاکل شوې د روسيې او امريکا د بهرنيو چارو وزيران د اپريل پر ۱۶مه په جنيوا کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې د مشرې کاترين اشټون سره د اوکراين پر سر بحث وکړي.
په دغه ناسته کې د اوکراين د بهرنيو چارو د وزير ګډون نه دی مشخص شوی.
بل خوا د اوکراين لومړي وزير ارسينې يتڅينيوک د هېواد په ختيځ کې د دونتڅک په ښار کې د بیلتون غوښتونکو له مشرانو سره چې روسي پلوي دي، لېدلي دي.
جدايي غوښتونکو په دغه ښار کې ځايي حکومتي ودانۍ نيولې دي او د دونتڅک وضعيت کړکېچن شوی دی.
ښاغلي يتڅينيوک له مظاهره چيانو غوښتي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او په بدل کې به يې دوی له نيولو خلاص وي.
ده ويلي : ''زه په دې باور يم چې دغه ستونزه له سوله ييزې لارې هواره کړو. موږ هغوی ته وړانديز کړی، چې دولتي ودانۍ پرېږدي او خپلې وسلې وسپاري. د دې په بدل کې موږ ژمن يو چې دوی به نه نيسو. اوس انتخاب د دوی په لاس کې دی''.
له دې سره جوخت امريکا په يوه تازه اقدام کې د کريميا پر يو شمېر سياسي چارواکو چې له روسيې سره يې د دغې سيمې د يو ځای کېدو هڅې کړې، بنديزونه لګولې دي.
هغه کسان چې بنديزونه پرې لګول شوي يو يې د اوکراين د پارلمان مخکنی مرستيال دی او شپږ کسه نور د کريميا د جدايي غوښتونکو مشران دي.








