وسله والو په اوکرایین کې د پولیسو پوسته نیولې

چارواکي وايي چې د اوکرایین په ختیځ کې وسله والو کسانو چې پوځي برګ یونیفورمونه یې په تن دي د پولیسو یوه پوسته نیولې ده.
پولیس وايي د روسیې له پولې سره نژدي په سلوویانسک کې دغو وسله والو د پوستې د نیولو لپاره ډزې وکړې او لاسي بمونه یې وکارول.
د اوکرایین د کورنیو چارو وزیر ارسین اواکوف دغه وسله وال ترهګر بللي او ویلي دي چې ځانګړي ځواکونه به دغه وسله وال له پوستې په شا وتمبوي.
د کورنیو چارو وزیر وویل چې وسله والو ته به د دوی ځواب سخت وي ځکه چې ده په خبره د مظاهره چیانو او ترهګرو ترمنځ توپیر شته.
دا په داسې حال کې ده چې د اوکرایین په ختیځ کې روسي پلوه مظاهره چیانو دولتي ودانۍ نیولي دي.
کییف وايي د اوکرایین په ختیځ کې ناآرامۍ د مسکو په لمسون رامنځ ته شوې دي.
همدغلته په دېنڅک ښار کې مظاهره چیانو له څو ورځو راهیسې دولتي ودانۍ نیولي او له روسیې سره د یوځای کېدو په خاطر د ټول پوښتنې غوښتنه کوي.
هغسې ټول پوښتنه چې له مخې یې څه ورځې وړاندې کریمیا له روسیې سره یوځای شوه.
اخوا امریکا او اروپايي اتحادیې پر روسیې او د کریمیا پر خلکو بندیزونه لګولي او وايي چې له روسیې سره یې په یوځای کېدو کې لاس درلود.
روسیه د اوکرایین په ختیځ کې د مظاهرو ترشا لاس لرل ردوي خو لویدیځ هېوادونه د اوکرایین له پولې سره نژدې د روسي ځواکونو د ځاي پرځای کېدو په اړه اندښمن دي.
د اوکرایین لنډمهالي صدراعظم راسیني یڅینیوک د جمعې په ورځ دېنڅک ته تللی و څو دغلته حکومت ضد ډلو ته ډاډ ورکړي چې د روسي ژبې پر کارولو به هېڅ راز محدویتونه نه لګول کېږي.
د اوکرایین حکومت د جمعې تر ورځې پورې حکومت ضد مظاهره چیانو ته وخت ټاکلی و چې له مظاهرو لاس په سر شي خو لا هم په ختیځو څو ښارونو کې کړکیچ دوام لري.








