په کرايميا کې د اوکراين سرتېری وژل شوی

د عکس سرچینه، AFP
د اوکراین چارواکي وايي یو سرتیری يې په یوه پوځي اډه د برید پر مهال وژل شوی، دا له هغه راهيسې چې روسيې ته وفادارو ځواکونو دا ټاپووزمه نیولې لومړنۍ مړینه ده.
اوکراین خپلو ځواکونو ته اوس امر کړی چې د ضرورت په وخت کې ځان نه د دفاع په خاطر ډزې کولای شي.
دا بريد هغه مهال وشو چې د روسيې ولسمشر او د کريميا مشر هغه تړون امضا کړ چې دا خپلواکه سیمه یې د روسې سره تړلې وګڼله.
کريميا د اوکراین د اساسي قانون پر بنسټ د دې هیواد یوه برخه ده، او د اوکراین ځواکونه هلته پوځې اډه لري.
خو د فبروري په میاشت کې د هغو نااراميو له امله چې د مسکو ملاتړی حکومت په اوکراين کې ړنګ شو، روسيې له ځان سره د کرايميا د يو ځای کېدو هڅې چټکې کړې.
کرايميا د یکشنبې په ټولپوښتنه کې پریکړ وکړه چې روسيې سره یو ځای شي، خو د اوکراین دولت تر اوسه شوې ټولپوښتنه په رسمیت نه ده پيژندلې او خپل ځواکونه يې له کريميا نه، نه دې ويستلي.
اوکراین او د غرب زیاتره هیوادونه وايي، دا ټولپوښتنه د روسيې تر پوځي فشار لاندې شوې او هغه نامشروع او بې اعتباره ګڼي.
ټاکل شوې چې د اوو هیوادو ډله او اروپايي اتحادیه را تلوونکې اوونۍ په دې اړه بحث وکړي.
د اوکراین کړکېچ ورسته له هغه د نوامبر په میاشت کې پیل شو، چې د دغه هېواد پخواني ولسمشر ویکتور ینکوویچ پریکړه وکړه، د روسيې سره د لا ښو اړیکو په جوړولو سره له اروپايي ټولنې سره اقتصادي پریکړه لیک له لاسليکېدو ډډه وکړي.
ښاغلی ينکووېچ له عمومي نااراميو وروسته له اوکراین نه وتښتید او روسیې ته یې پناه یوړه.
کريميا کې نښتې

یوه عیني شاهد بي بي سي ته وویل په وسلو سمبالو کسانو په دوو موټرو کې چې نښانونه يې نه لرل د اوکراین د سیمفروپول ښار چې د کريميا مرکز دی بريد وکړ او په دوامداره توګه یې ډزې کولې.
د اوکراین دولت وویل چې یو ټیټ رتبه سرتیر د اډې د ننه په یوه پارک کې وژل شوی او بل سرتیری زخمي شوی دی.
د عیني شاهدانو په وینا یو بل عسکر د اوسپنېزې میلې د حملې له امله د سر او پښو په ناحیه کې ټپي شوی دی.
د اوکراین دولت وویل چې د دې نظامی ټولي مشر یې وسله والو کسانو چې د روسې نظامي یونفرم یې په غاړه وه ونیوه
د اوکراین د دفاع وزارت ویاند ولادیسلاو سلزنیوف رویترز ته یي وویل چې دا حمله د ناپیژندل شويو کسانو له خوا چې ښه مجهز وه او مخونه يې پوښلي وه وشوه.
هغه وویل چې بريدګرو د اوکرایني ځواکونو د پیژندنې کارتونه، وسلې او پيسې وړې دي.
د اوکراین موقت لومړي وزیر ارسنی یتڅينيوک په یوه ځانګړې ناسته کې وویل، دا نښتې له یوه سیاسي حالت نه نظامي پړاو ته روانې دي.








