مسکو: روسيه له اوکراين سره جګړه نه غواړي

د عکس سرچینه، RTRS
روسيه وايي مسکو له اوکراين سره د جګړې په لټه کې نه دی، خو باور يې دا دی چې د کريميا د خپلواکې ټاپوزمې خلک کولای شي له روسيې سره يو ځای شي او يا هم اوکراين سره د پاتې کېدو پرېکړه وکړي.
په ملګرو ملتو کې د روسيې سفير ويتالي چورکين دغه څرګندونې پرون پنجشنبه د اوکراين د موقت لومړي وزير د څرګندونو په ځواب کې وکړې.
دوی دواړو د ملګرو ملتو د امنيت شورا په هغې بېړنۍ غونډه کې حضور درلود، چې د اوکراين د کړکېچ د حل لپاره جوړه شوې وه.
په دغه ناسته کې ارسني يتڅينيوک روسي استازو ته په خطاب کې وويل، چې اوکراين د روسيې د ''تيري'' قرباني شوی دی.
ښاغلي يتڅينيوک چې د ملګرو ملتو منشور يې په لاس کې نيولی و، ويتالي چورکين ته په خطاب کې وويل، مسکور د ملګرو ملتو له منشور او څو نورو نړیوالو ميثاقونو ''سرغړونه'' کړې ده.
پر همدې مهال د اوکراين لومړي وزير ټينګار وکړ، چې لا هم د دغه کړکېچ د حل لپاره دپلوماتيکې لارې چارې پاتې دي.
د دواړو لوريو ترمنځ دغه خبرې داسې مهال لاندې باندې کېږې، چې لويديځ او اورپايي ټولنه پر روسيې خپلو فشارونو ته دوام ورکوي.
په دې لړ کې د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل خبرداری ورکړی، که مسکو په اوکراين کې حالات همداسې بې ثباته وساتي دا به نه يوازې د اوکراين او اروپايي ټولنې لپاره، بلکې د روسيې لپاره هم لویه بدبختي وي.
اغلې مېرکل وويل که روسيه په روان حالت کې بدلون رد کړي ، نو په خبره يې اروپايي مشران به ګام پورته کولو ته چمتو شي چې دا به جدي اقتصادي اغيز ولري.
د جرمني چانسلرې په برلين کې پارلمان ته د خبرو پر مهال، روسيه د خپلو ګاونډيانو په کمزوري کولو تورونه کړه.
دې وويل: ''دا څرګنده ده چې د اوکراين ځمکنۍ بشپړتيا په پراخه کچه تر پوښتنې لاندې ده او سرغړونه شوې ده. په اوکراين کې د ناڅرګند حالت له امله روسيه د بې ثباتۍ ملګرې شوې او روسيه هڅه کوي چې خپل ګاونډيان کمزورې کړي''.
بل خوا د اوکراين پارلمان د ۶۰زرو داوطلبانو نه د يوه نوي ملي ګارد جوړېدو پلان تصويب کړ.
په پلازمېنه کيف کې د موقت حکومت وزيران وايي دوی غواړي خپله دفاع پياوړې کړي، ځکه دوی د روسيې له لوري د تېري خطر ويني.
اوکرايني رسنيو د هېواد په شمال ختيځو پولو کې د روسيې د پوځي وسایلو د چمتو کېدو راپورونه ورکړي دي.
د روسيې د دفاع وزارت ويلي، شاوخوا ۸۰۰۰ ځواکونو يې په سيمه کې پوځي تمرينونه پيل کړي دي.
دا نه دي ويل شوي، چې دغه پوځي مشقونه به څومره دوام وکړي.








