روسيې د کريميا د يو ځای کېدو هڅې تېزې کړې

د عکس سرچینه، AFP
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين په رسمي ډول د روسيې پارلمان د کرايميا د يو ځای کېدو له غوښتنې خبر کړی دی.
تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د یوه ازاد او خپلواک دولت په توګه د کریمیا د منلو فرمان لاسلیک کړی.
وړمه ورځ د کريميا ۹۷ سلنه خلکو له روسيې سره د يو ځای کېدو پرېکړه وکړه.
تر دې وروسته د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په بروکسل کې غونډه وکړه او سلا يې وکړه چې د کریمیا او روسیې پر ۲۱ لوړ پوړو چارواکو دې سفري بندیزونه ولګول شي او شتمنۍ دې هم کنګل کړای شي.
په هغو کسانو کې چې د امریکا او اروپايي ټولنې له لوري پرې بندیزونه لګېدلي، ځینې روسي او کريميايي لوړپوړي چارواکي هم شامل دي.
په دوی کې د اوکراین لرې کړای شوی ولسمشر ویکتور ینکووېچ، د کريميا اوسنی مشر، د روسيې مرستیال لومړی وزیر، د دغه هېواد د پارلمان يو شمېر غړي او پوځي او د سمندري ځواکونو یو شمېر قومندانان شامل دي.
دغه ۲۱ تنه روسي او کریميايي چارواکو چې بندیزونه پرې لګېدلي، د اروپایي ټولنې په باور د ټولپوښتنې په ترسره کولو کې لوی لاس درلود.
د بي بي سي یو شنونکی وايي، ډېرو دغو کسانو په علني ډول په خپلو څرګندونو کې د دوی پر وړاندې لګول شوي بندیزونه د اندېښنې وړ نه دي بللي.
د ولسمشر پوتین یو سلاکار ولادیسلاف سورکوف چې په دغه نوملړ کې شامل دی ویلي، دغه بندیزونه د ځان لپاره یو ویاړ او روسیې ته د ده د خدمت څرګندونه بولي.
امریکا، اروپایي ټولنې او کیف دغه ټولپوښتنه ناقانونه بللې او پایلې یې نه دي منلي، خو روسيه يې قانوني بولي.








