نيجر د قذافي زوی لېبیا ته سپارلی دی

د عکس سرچینه، REUTERS
د لیبیا حکومت وايي نیجر د پخواني واکمن معمر قذافي زوی ساعدي قذافي ورسپارلی دی.
پر ده تور دی چې د خپل پلار د واکمنۍ پر مهال یې مظاهره چیان په ډزو وژلي او یو لړ نور جرمونه یې کړې دي.
پر انټرنیټ په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې ساعدي قذافي ږیره او د سر وېښته خریلي دي.
وروسته له هغه چې په ۲۰۱۱ کال کې د هغه پلار معمر قذافي ووژل شول ساعدي قذافي چې د لیبیا د فوټبال د فدراسیون مشر و له هېواد ووت.
نوموړی چې ۴۰ کاله عمر لري د ایټالیا د فوټبال په لوبډلي کې د لنډ مهال لپاره د لوبیدو او د ډېر عصري ژوند له امله مشهور دی.
د لیبیا حکومت په یوې اعلامیې کې ویلي چې ساعدي قذافي دوی ته له سپارل کېدو وروسته د پنجشنبې په ورځ طرابلس ته ولېږدول شو.
لیبیايي چارواکي وايي ساعدي قذافي به د قضا منګلو ته وسپارل شي.
هغه وکیل چې مخکې یې هم د قذافي کورنۍ د نورو غړو وکلات کړی لیبیايي چارواکو ته د هغه سپارل غندلي دي.
تر دې وړاندې نیجر د ساعدي قدافي د سپارلو په اړه د لیبیا غوښتنه رد کړې وه او د عدلیې وزیر یې ویلي و چې که ساعدي قذافي لیبیا ته وسپارل شي ښايي د مرګ له سزا سره مخامخ شي.
په ۲۰۱۲ کال کې نړیوالو پولیسو د هغه د نیولو غوښتنه هم کړې وه.
خو ساعدي قذافي له لیبیا نه تر وتلو وروسته تراوسه د نیجر په پلازمېنه کې په یوه میلمستون کې اوسېده.
تر دې وړاندې د فبرورۍ د میاشتې په ۱۴ نیجر د لیبیا د استخباراتو یو پخوانی لوړ رتبه مامور عبدالله منصور هم لیبیا ته وسپاره.








