'جيش العدل' د ايراني پوله ساتو وژلو پړه منلې

د 'جيش العدل' په نوم يوې ډلې چې ځان د "عدالت او برابرۍ پوځ" معرفي کوي، د جمعې په ورځ د ايران د ۱۶ سرحدي پوځيانو د وژل کېدو پړه منلې ده.
د دغې ډلې په فارسي ژبي وېبلاګ کې د ايراني سرحدي ځواکونو وژل کېدل يو "بريالی اقدام بلل شوی او ژمنه شوې، چې دا ډول وژنو ته به دوام ورکړي.
دغې ډلې ويلي، د امنيتي لاملونه له کبله يې د مسووليت اخيستو اعلان لږ وروسته وکړ.
تر دې وړاندې د ايران حکومت ویلي و، چې وسله والو ۱۴ سرحدي ساتونکي د هېواد په سویل ختيځ کې د ساراوان په سيمه کې وژلي او اووه نور يې ټپيان کړي دي.
دوی ويلي وسله والو وروسته د ايران له سرحدي سيمو پښې سپکې کړي او په پاکستان کې يې پناه اخيستې ده.
پر همدې مهال د 'جيش العدل' ډلې ادعا کړې، چې په دغه بريد کې يې "لسګونه" کسان وژلي دي.
د جيش العدل وېبلاګ د ايران پر حکومت د نيوکو ترڅنګ د شعيه مسلمانانو لپاره ځينې سپکوونکي مطالب هم خپاره کړې دي.
دغې سني ډلې په خپل وېبلاګ کې ادعا کړې، چې ايراني پوله ساتونکي يې د کردي، بلوچي او خوزستاني ځوانانو په "دفاع" کې وژلي دي.
خو د وبلاګ په يوه بله برخه کې دوی د دغه بريد لامل د سوريې له حکومت نه د ایران د دولت ملاتړ ښوولی دی.
۱۶ تنه اعدام
په تېرو وختونو کې هم وسله وال د بلوچستان په سيمه کې په ايران کې د بريد له کولو وروسته، د پاکستان خواته اووښتل.
د ايران د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال علي عبداللهي د ايران او پاکستان ترمنځ امنيتي تړون ته په کتو له پاکستان نه غوښتي چې خپلې پولې کلکې کنټرول کړي.
د 'جندالله' په نوم ډلې جنګيالي هم د يوې مودې لپاره د ایراني پوله ساتونکو د وژلو وروسته پاکستان ته تېښتېدل، تر هغې چې د دغې ډلې مشر عبدالمالک ريګي ونيول شو او شبکه يې ړنګه شوه.
د دغو ایراني سرتېرو له وژل کېدو وروسته د زاهدان څارنوال اعلان وکړ، "هغه ۱۶ ورانکاري چې له مخکې پرې د عدلي او قضايي ادارو له لوري د اعدام حکم شوی و او د يو څه وخت لپاره ځنډېدلی و" اعدام شوي دي.
ده ويلي، "اعدام شوي د جيش العدل، انصار او ټولو ورانکارو ډلو" غړي وو.








