د لېبيا لومړی وزير علي زيدان بېرته خوشې شوی

د لېبیا د حکومت وياند ويلي، هغو وسله والو چې د پنجشنبې په ورځ لومړی وزير علي زيدان له خپل استوګنځي نه تښتولی و، بېرته خوشې کړی دی.
ځينې راپورونه وايي چې دا د د نيولو يو فرمان و، خو د لېبيا قضايي ادارو دغه خبره رد کړې ده.
د پنجشنبې په سهار څو رسنيو د لېبيا د امنيتي چارواکو له قوله خبر ورکړ، چې ناپېژاندو وسله والو علي زيدان په پلازمېنه طرابلس کې له خپل ځان سره بېولی دی.
تر دې څو ساعته وروسته د لېبيا حکومت خبر ورکړ چې لومړی وزير بېرته خوشې شوی او د خپل کار دفتر ته به حاضر شي.
علي زيدان د ۲۰۱۲ کال په جولای مياشت کې د لېبيا ملي کنګرې ته ونومول شو او د همدې کال په اکتوبر مياشت کې کنګرې هغه د لومړي وزير په توګه وټاکه.
علي زيدان په ۱۹۷۰يمو کلونو کې د لېبيا د بهرنيو چارو وزارت کارکوونکی و، او په ۱۹۸۰يمه لسيزه کې کډوال شو او بلاخره يې د نجات ملي جبهه د معمر قذافي د حکومت په مخالفت کې جوړه کړه.
د لېبيا د کورنيو جګړو پر مهال ښاغلي زيدان په اروپا کې د ملي انتقالي شورا مسووليت پر غاړه لاره او ویل کېږي چې د معمر قذافي پر وړاندې يې د مخالفانو لپاره د اروپا په ملاتړ خپلولو کې مهم رول ولوباوه.
د علي زیدان د تښتولو خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې ټاکل شوې، د معمر قذافي په حکومت کې د لومړي وزير البغدادي المحمودي محاکمه په طرابلس کې له سره پيل شي.
ښاغلی المحمودي د لېبيا په کورنيو جګړو کې په قتل او مالي فساد تورن دی.
د معمر قذافي د واکمنۍ له ړنګېدو راهيسې وسله والې ډلې چې وسلې او مهمات يې ترلاسه کړي، په هېواد کې د ناامنيو لامل ګرځېدلي دي.








