لېبيا د امريکا سفير د عملياتو په تړاو احضار کړی

لېبيا په خپله خاوره کې د امريکا له لوري د القاعده د يوه مشکوک مشر د نيول کېدو په تړاو، د دغه هېواد سفير د معلوماتو ورکولو لپاره احضار کړی دی.
د يکشنبې په ورځ امريکايانو په پلازمېنه طرابلس کې تورن، انس الليبي په يوه چاپه کې ونيوه.
په ده تور دی چې په ۱۹۹۸ کال کې په کېنيا او تانزانيا کې د امريکا پر سفارتونو بمي بريدونه کړي دي.
په يوه ويناپاڼه کې ويل شوي، چې د لېبيا د عدليې وزير غواړي د دغې پېښې په تړاو د امريکا له سفيره پوښتنې وکړي.
امريکا ويلي چې د الليبي نيول ( يو قانوني او مناسب هدف وو).
د ښاغلي الليبي زوی عبدالله ويلي پلار يې د هغو وسله والو له لوري د شنبې په سهار نيول شوی چې پوزونه يې تړلي وو، او يو شمېر يې لېبيايان وو.
دی په دې باور دی چې د لېبيا حکومت د ده د پلار په لادرکه کېدو کې ښکېل دی، خو طرابلس دغه ادعا نه مني.
د لېبيا د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه وايي، د دغه هېواد د عدليې وزير صلاح المرغاني د امريکا سفير ډېبورا جونز د دوشنبې په سهار ورغوښتی دی.
انس الليبي چې اصلي نوم يې نازح عبدالحامد الروقي دی، چې په ۱۹۹۸ کې د امريکا پر سفارتونو د بريدونو له اصلي طراحانو ګڼل کېږي.
په دغو بريدونو کې چې په کېنيا او تانزانيا کې وشول له ۲۲۰ زيات کسان ووژل شول.
دغه ۴۹ کلن تورن به د بريدونو په تړاو په نيويارک کې محاکمې ته وړاندې کېږي.
نوموړی د اف بي آی په هغه لست کې شامل دی چې د نيولو پر سر يې پنځه ميليونه ډالره جايزه ايښودل شوې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزیر جان کېري چې د ده د نيولو دفاع کړې، ويلي، ښاغلی الليبي به په محاکمه کې له عدالت سره مخامخ شي.








