لېبیا کې ۱۵ پوځيان وژل شوي

لیبیا کې پر حکومتي ځواکونو برید شوی، چې له کبله یې لږترلږه ۱۵ پوځيان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د لیبیا خبري اژانس وايي، وسله والو د لیبیا ترهونه او بني ولید ښارونو ترمنځ پر لار حکومتي ځواکونو ته کمین نیولی و.
برید په هغه سیمه کې شوی، چې پوځ پرې ډېر تمرکز کړی و.
بني ولید د لیبیا د مخکني ولسمشر معمرالقذافي د ملاتړو تر ټولو ډېره ټینګه سیمه وه.
په دغه سیمه کې په ۲۰۱۱ کال مخکې له دې چې قذافي ووژل شي، د قذافي ځواکونو او پلوي خلکو سخته دفاع او مبارزه وکړه.
له تېرو څو میاشتو راهیسې لیبیا کې پر پوځي چارواکو، فعالینو، قاضیانو او امنیتي چارواکو د وسله والو بریدونه ډېر شوي دي.
د لیبیا حکومت د دا ډول بریدونو د تور ګوته هغه وسله والو ملېشو ته نیسي، چې په اصل کې د قذافي ضد وې.
چارواکو ویلي، چې د غره له لمنې وسله والو پر پوځيانو ډزې کړې دي او د دوی موټر یې سېځلي.
د لېبیا پر زیاترو سیمو د مرکزي حکومت د واکمنۍ له نشتوالي په ګټې اخیستو هلته د وسله والو ملېشو فعالیتونه ډېر شوي دي.
سږ کال لیبیا کې یوځل بیا د نښتو او تاوتریخوالو کچه لوړه شوې ده، په تېره بیا په ختيځ بنغازي ښار کې ډېر لاریونونه کېږي.
د روان کال لومړیو کې وسله والو ځینې وزارتونه کلابند کړل او د هغو چارواکو د شړلو غوښتنه یې کوله، چې د قذافي د واکمنۍ پرمهال یې حکومتي دندې لرلې.








