م. م: د لیبیا زندان کې شکنجې ډېرې شوې

د ملګرو ملتونو یو تازه راپور وايي، چې د لیبیا زندان کې د بندیانو شکنجې "پراخه" شوې، چې ان ځینې وخت ځینو بندیانو تر شکنجې لاندې ساګانې ورکړې دي.
په راپور کې راغلي، چې تر ډېره "بندیان د نیول کېدو او د تحقیق د لومړیو ورځو پرمهال شکنجه شوي او ځورول شوي".
د ملګرو ملتونو په دې راپور کې ویل شوي، چې د مخکني لیبیايي ولسمشر معمرالقذافي له راپرځېدا وروسته، لاهم نژدې اته زره کسان د لیبیا زندانونو کې دي.
په لیبیا کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ویلي، دوی د ۲۰۱۱ کال له وروستیو راهیسې تر اوسه د نژدې ۲۷ بندیانو د مړینې قضیې ثبت کړې دي.
راپور وايي، چې یوازې د روان ۲۰۱۳ کال له پیله یې زندانونو کې د ۱۱ کسانو د مړینې قضیې ثبت کړې دي.
راپور د دغو مړینو اصلي لامل په زندانونو کې د بندیانو ځورول او شکنجه کول په ګوته کړي.
راپور کاږي، چې لاهم زندانونو کې شکنجې دوام لري.
ملګري ملتونه وايي، زندانیان تر ډېره د وسله والو ډلو د مستنطقینو له لوري د تحقیق پرمهال شکنجه شوي دي.
راپور د لیبیا له حکومته غوښتنه کوي، چې د دغو بندیانو چارې دې حکومت سمې په لاس کې واخلي، چې د وسله والو له منګولو خلاص شي.
د لیبیا مرکزي حکومت د معمرالقذافي له لیرې کېدو وروسته د وسله والو ملېشو له لویې ستونزې سره مخامخ دی.
په تېر جون کې د لیبیا د پوځ مشر یوسف المنقوش په بنغازي کې د ملېشو او لاریون کوونکو ترمنځ نښته کې د ۳۰ کسانو تر وژل کېدا وروسته استعفا وکړه.
د روان کال لومړیو کې، ملېشو د لیبیا پلازمېنې طرابلس کې ګڼ حکومتي وزارتونه کلابند کړل.








