تونس کې د پوځي الوتکې لوېدو ۱۱ کسان وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
د تونس پلازمنېنې سوېل کې د لیبیا یوه پوځي چورلکه لوېدلې، چې ۱۱ کسان په کې وژل شوي.
د الوتکې سپرلۍ ډاکټران او ناروغان وو.
الوتکه د جمعې پر ورځ پر ځايي وخت یوه نیمه بجه لوېدلې ده.
د تونس د بېړنیو پېښو د ادارې ویاند مونجي القادي ویلي "الوتکه پرځايي وخت یوه نیمه بجه ولوېده، چې ۱۱ کسان په کې سپاره وو. درې ډاکټران او دوه ناروغان هم وو. نور شپږ د الوتکې عمله وو".
د تونس خبري اژانس ویلي، دغه انتونوف ډوله الوتکه د تونس پلازمېنې سوېل کې قرمبالیة مېنې ته څېرمه په یوه کرونده کې د کښېناستو د هڅې پرمهال لوېدلې ده.
تر اوسه د الوتکې د لوېدو لامل نه دی څرګند شوی، خو چارواکي وايي چې پلټنه یې پيل کړې ده.
خبریالان وايي، معمولاً لیبایان تونس ته د درملنې لپاره ځي.




