د تونس د النهضه مشر ټولپوښتنې ته لېواله دی
په تونس کې د جنګیدونکې واکمنې اسلامپالې ډلې النهضه مشر ویلي لیواله دی چې په هیواد کې د سیاسي کړکیچ د حل لپاره ټولپوښتنه وشي.
راشد غنوشي د هغه لاریون په درشل کې خبرې کړي چې د ده د مخالفو ګوندونو له خوا رابلل شوی او د یوه سیاسي مخالف شکري بیلاید د وژني شپږمه میاشت لمانځي.
ښاغلي غنوشي ویلي داسي انګیري چې هیواد یې ویشل شوی او زیاتوي یوه داسې ټولپوښتنه چې څرګنده کړې په ۲۰۱۱ کال کې د پخواني مشر زین العابدین بن علي له واکه لیرې کیدو وروسته انتقالي ادارې پر خپل ځای پاتې شي که څنګه.
کولی سي د دغه هیواد د سیاسي کړکیچ لپآره یوه حل لاره وي.




