د تونس واکمن ګوند په ملاتړ مظاهرې وشوې
تونس کې د دغه هېواد زرګونو اوسېدونکو له واکمن اسلامي تحریک النهضة سره د یووالي څرګندونې لپاره مظاهره کړې.
دغه مظاهرې د پلازمېنې تونس په قصبه میدان کې وشوه.
په ۲۰۱۱ کال کې له انقلابه وروسته دې هېواد کې دا تر ټولو لویه مظاهره وه.
د دغه هېواد پر حکومت د مرکزي سیکولر اپوزېسیون ډلو له لوري له واکه د لېرې کېدو لپاره فشار په ډېرېدو دی.
د تېرې اونۍ په اوږدو کې وار له مخه حکومت مخالفانو هره ورځ مظاهرې کولې.
دوی حکومت د یوه مخالف سیاستوال محمد براهیم په وژنه کې په لاس درلودلو تورناوه.
د یکشنبې په ورځ د اپوزېسیون له لوري یو بل احتجاجي لاریون په پام کې نیول شوی.




