په هندي کمپ کې ۳۴ ماشومان مړه شوي

دا کمپ د هغو کسان لپاره جوړ شوی چې د تېر سپتمبر په نښتو کې بې ځایه شوي دي.
د عکس تشریح، دا کمپ د هغو کسان لپاره جوړ شوی چې د تېر سپتمبر په نښتو کې بې ځایه شوي دي.

په هند کې چارواکي وايي لږ تر لږه ۳۴ ماشومان په یوه کمپ کې مړه شوي دي.

دا کمپ د هغو کسان لپاره جوړ شوی و چې په تېر سپتمبر کې، په اوتر پردېش ایالت کې د مسلمانانو او هندوانو د نښتو وروسته د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ شول.

یوه دولتي سروې وايي دا ماشومان په کمپ کې د سینه بغل، کولمو او نورو ورته ناروغیو له امله مړه شوې دي.

دغه سروې د رسنیو هغه رپوټونه ردوي چې دا ماشومان د سړې هوا له امله د کمپ د بې غوریو په پایله کې مړه شوي.

د تېر سپتمبر په نښتو کې ۶۵ کسان ووژل شول.

هغه په شاوخوا یوه لسیزه کې د هند تر ټولو بدې وې.

ډېری هغه کسان چې په مظفرانګر کې یې خپل کورونه پرې اېښي بې وزلي مسلمان بزګران و.

هلته نښتې وروسته له هغه پیل شوې چې درې سړیان په دې وژل شوي وو چې پر یوې مېرمنې یې د تېري پر وړاندې خپله ناخوښي ښودلې وه.

ويل کېږي په هغو نښتو کې تر ۵۰۰۰۰ ډېر مسلمانان بې کوره شوې دي.